افغان حکومت؛ د سولې پر ناسته له چین سره خبرې روانې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د سولې په برخه کې د افغان حکومت وزارت وايي، چین کې د افغانانو خپلمنځي خبرو په هکله له چینايي چارواکو سره خبرې کوي او که دې برخه کې د منلو وړ معیارونو په پام کې ونیول شي، نو دوی به پکې د ګډون پرېکړه وکړي.
راتلونکې اونۍ د اکټوبر پر ۲۹ او ۳۰ د چین په کوربتوب دغې غونډې ته د افغان حکومت د لوړې کچې یو پلاوی هم ورتلونکی دی.
له بلې خوا د سولې شورا مرستیال حاجي دین محمد بي بي سي ته وویل، چین د نوموړي په ګډون مخکښو افغان سیاستوالو ته د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د ګډون بلنه ور کړې او دوی ګډون کوي.
له دې مخکې قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین وايي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي دین ژیجونګ او په قطر کې د چین سفیر پرون په دوحه کې له طالب استازو سره ولیدل.
ښاغلي شاهین د بي بي سي خبریال عبدالله نظامي ته وویل، د دغه پلاوي په بلنه راتلونکې اونۍ د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی چین ته د افغانانو خپلمنځي غونډې ته ځي:
"د هغوی بلنه وه چې راتلونکې غونډه کې ګډون وکړو، ملا صیب برادر اخوند هم بلنه ومنله او یو لوی پلاوی به دې ناسته کې ګډون کوي".
خو د سولې په برخه کې د افغان حکومت وزارت وايي، دوی لا هم د داسې ټول شموله سولې بهیر غواړي چې حکومت پکې مرکزي رول ولري.
د دې ډیالوګ د څرنګوالي پر جزیاتو له دوست هېواد چین سره خبرې کوو، که د منلو وړ معیارونه پکې په پام کې ونیول شي، نو دې پروګرام کې به د ګډون پرېکړه وشي.
له بلې خوا د پخوانۍ ولسمشر حامدکرزي دفتر د چین د غونډې په هکله وايي، دوی لا هم خبر نه دي.
د سولې په برخه کې د افغانستان د دولت وزارت د چین د دې ګام هرکلی کوي، خو په دې هیله چې دا هڅه د سولې برخه کې د پرمختګ سبب شي.
د افغانانو خپلمنځي خبرې لومړی مسکو او بیا قطر کې وشوې.
ور سره هممهال د طالبانو او امریکا خبرې هم روانې وې او تر نهم پړاو خبرو وروسته تمه وه د سولې تړون وشي.
خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تېرسپټمبر کې د یوه خونړي برید په غبرګون کې چې د یوه امریکايي سرتیری په ګډون ۱۲ کسان پکې ووژل شو له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې.
خو له هغه راهیسې پر افغان خواوو سربېره اروپايي ټولنه، روسیه، ایران پاکستان او د افغان کشالې نور ښکېل لوري د دې خبرو بیا پیلېدل غواړي.









