عمران خان له عالمانو همکاري وغوښته

    • Author, اعظم خان
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د جمعې په ورځ له عالمانو سره لیدنه کې د "امت د بېلتون" د مخنیوي لپاره د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د لومړي وزارت د اعلامیې له مخې عمران خان وویل: پر هره مسله د عالمانو د سلا مشورې او لارښوونې لپاره به له دوی سره ناستې روانې وي.

اعلامیه کې دا هم راغلي چې دې ناسته کې د عالمانو د مختلفو خواوو کسان و.

په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د دفاع وزیر پروېز خټک، د زکړو وزیر شفقت محمود، د مذهبي چارو وزیر پیر نور الحق قادري او نور چارواکي هم و.

د عالمانو د دغه پلاوی یو غړی طاهر اشرفي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، ۳۹ عالمانو ته بلنه ور کړل شوې وه، خو یوازې درې کسانو دا بلنه ونه منله.

د نوموړي په خبره، دې ناسته کې عمران خان وویل، چې له کومې مظاهرې وېره نه لري، هغه وویل، چې په الله ایمان لرې، نو له انسان وېره نه لرې.

خبریاله عاصمه شېرازي له بي بي سي سره خبرو کې وايي، مولانا فضل رحمان به خپل پلان د اکتبور پر ۳۱ اعلانوي، خو بیا هم چارواکي اندېښمن دي.

دوی دا هم وايي، چې د نون لیګ په څېر به تېروتنه نه کوي، چې خپله واکمني کې یې پرلت یا لاریون ته اجازه ور کړه چې اسلام اباد ته ننوځي. که اسلام اباد ته د ننوتلو اجازه ور کړي، بیا به یې اېستل ګران وي.

بل خبریال عمران مختار چې د تحریک انصاف په مشرۍ د حکومت هڅې او سترایژي له نږدې څاري په دې باور دی چې د دغه ګوند مرکزي کمېټه په دې باور ده چې ملا فضل رحمان مذهبي کارت کاروي او که دوی د عالمانو ملاتړ ترلاسه کړي، نو دا کارت به یې اغېز ونه لري.

ویل کېږي حکومت د پرلت د مخنیوي لپاره له مولانا فضل رحمان سره خبرو لپاره کمېټه جوړه کړې چې مشري یې دفاع وزیر پروېز خټک کوي.

خو مېرمن شېرازي د دې خبرو پایلې ته هیله منه نه ده او دا هم وايي، چې د لومړي وزیر لهجه هم د خبرو لپاره نه ښکاري.

عمران خان د پنجشنبې په ورځ د مولانا فضل رحمان له نوم یادولو پرته وویل، دا لومړنۍ اسمبلۍ ده چې له ډېزلو پرته چلېږي.

اپوزیسیون هم احتجاج کوي

مولانا طاهر اشرفي هم وايي، چې له عالمانو سره په ناسته کې عمران خان پر کشمیر، نړیواله همغږۍ، د ایران او سعودي پر اړیکو خبرې وکړې، خو پر پرلت ډېر ونه غږېد.

خو زیاتوي، عالمانو لومړي وزیر ته دا مشوره ور کړه چې له پرلت د خلاصونه لپاره یوازنۍ لار خبرې دي او بس.

نوموړی وايي، دا عالمان به دوه ورځې اسلام اباد کې وي او له مهمو شخصیتونو سره به خبرې لري.

عاصمه شېرازي وايي، پیپلز ګوند او مسلم لیکګ نواز هم حکومت ته په دې سرخوږی جوړېږي چې د مولانا فضل رحمان پلان شوي پرلت کې ګډون کوي.

د نوموړې په خبره، نواز شریف د ازادۍ مارچ ملاتړ کړی او اوس شهباز هم اړ دی چې ملاتړ یې وکړي او هم د بلاول بوټو دریځ بدلېږي.

دا زیاتوي، پر مارچ ټولو هوکړه کړې، خو پر پرلت لا اختلاف لري.