مولانا فضل الرحمن: په احتجاجونو به ټول اسلام اباد وتړم

    • Author, عاصمه شيرازي
    • دنده, خبریاله

د اکتوبر ۲۷ د هند خلاف کشمیریانو سره د تورې ورځې په نوم لمانځل کېږي. په دغه ورځ ځای ځای لاریونونه د اسلام اباد پر لویه لار یا ډي چوک په لور روانېږي.

مولانا لا مخکې د نیول کېدو په حالت کې متبادله مشري او درې متبادل پلانونه کړې دي.

مولانا څه غواړي، ولې غواړي او څنګه یې غواړي.

یوه پوښتنه دا هم ده چې پخوا د اسټبملېشمنټ له ملاتړ پرته لاریون یا پرلت کامیاب شوی نه دی، خو اوس د پوځ لوی درستیز له سوداګرو سره لیدلي او د خبرونو له مخې یې ډانګ پېیلي ورته ویلي چې د حکومت له مخالفانو سره ونه درېږي.

ایا مولانا بریالۍ مظاهره کولی شي؟ دا هم مهمه ده چې د دې مظاهرې د ناکامۍ حالت کې به د تحریک انصاف حکومت نور ځواکمن شی که نه؟

پيپیلز ګوند او ن لیګ مشرانو د مذهبي کارت کارولو په هکله خپلې اړوند پوښتنې له مولانا سره شریکې کړې دي، چې څو ورځې بخث ورباندې وشو، بالاخره د لاریون د تاریخ له اعلان سره پیپلز د دې مظاهرې هرکلی وکړ او ن لیګ مشر نواز شریف ویلي، څو ورځې نور سوچ ته هم اړتیا لري.

له بلې خوا شهباز شریف او نواز شریف لیدنه کې نواز شریف له ګرانۍ برته کوم بل لاریون کې د ګډون ملاتړ نه دی کړی.

نواز شریف او بلاول په دې هکله یو دریځ لري، هغه دا چې د ولسي احساساتو له نمایندګي پرته بله خبره به نه کوي.

داسې ښکاري چې مولانا فضل رحمان، د پاکستان مسلم لیګ نواز او پیپلز پارټۍ دې نتیجې ته رسېدلی چې دا حکومت کور ته لېږل پکار دي، خو لارې او نظریې یې سره بېلې دي.

اپوزیسیون ګوندنه دا لاریون د لوبې پای بولي چې درې نتیجې به ولري.

اول: د لومړي وزیر استعفا او د پارلمان له خوا د ټاکنو اعلان

دویم: د لومړي وزیر استعفا حالت کې که د هغه د ګوند کوم غړی لومړی وزیر کېږي نو له پارلمان به رایه ترلاسوي. په دغسې حالت کې به له اپوزیسون سره اړیکه نیول کېږي او د ولس د فشار سره د دوی په خوښه پرېکړه کوي.

دریم: د اپوزیسیون د بریالیتوب صورت کې به د دوی استازی لومړی وزیر د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره پارلماني کمېټه جوړوي او له دې سمون وروسته به بیا ټاکنې کېږي.

دا ټول هغه ټکي دي چې اپوزیسیون پرې سوچ کوي.

له بلې خوا به حکومت له دې حالت د وتلو هڅه کوي. د ځواک کارول حالات خرابولی شي، د خبرو صورت کې هم حکومت ته د نورو د خوښې له مخې تلل پکار دي.

دا هم مهمه خبره ده چې دې برخه کې به خبرې څوک کوي، خو د غور وړ دا هم د يچې راتلونکو دریو میاشتو کې به څو مهمې سیاسي او عدالتي پېښې وشي.

د نواز شریف له خوا پر اپیل د دریو میاشتو وخت غوښتل، د اصف زرداري له خوا د ضمانت غوښتنه نه کېدل، د حکومت ملګري سردار اختر مینګل حکومت ته د وروستیو دریو میاشتو ډیډلاین ور کول، هغه مهم ټکي دی چې ښيي د راتلونکي کال پیل به سیاسي حیرانتیا سره وي.