تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یهودي میلیاردر عمران خان ته څه وویل؟
د پاکستان لومړي وزیر نیویارک کې له مهمو نړیوالو شخصیتونو سره ولیدل، په دوی کې د داسې یهودي میلیاردر نوم هم دی چې نړۍ کې یې د خیر ښېګړې لپاره ۳۲ میلیارد ډالر مرسته کړې، خو بیا هم د خپل هېواد په ګډون مختلفو هېوادونو کې بد شخص ګڼل کېږي.
جورج سوروس له عمران خان سره خبرو کې پر پاکستان سربېره افغانستان کې هم د زدکړو برخه کې د خپلو پلانونو خبره کړې ده.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، د اوپن سوسایسيټي فونډېشن پلاوی مالي سمون کې هم له پاکستان سره د مرستې وړاندیز کړی دی.
له دې لیدنې وروسته داسې ویل کېږي چې دا بنسټ یا فونډېشن به ډېر ژر پاکستان ته پلاوي ولېږي.
جورج سوروس څوک دی؟
جارج سوروس له دویم نړیوال جنګ مخکې په هنګري کې زو کړی.
دی له هغو یهودانو دی چې له هولوکاسټ او کمونېسټ حکومتونو یې ځانونه وژغورل
له ۴۰ کلونو راهیسې د نړۍ ۱۲۰ هېوادونو کې پرمختیايي چارو کې د پرانیستې ټولنې بنسټ مشر دی.
له امریکا تر اسټرالیا او له هنګري تر هندوراس یو جنجالي کس بلل کېږي او تورنېږي چې د یوه لوی نړیوال سازش برخه دی.
امریکا او لوېدیځ کې ښي لاسي د جورج سوروس مخالفت کې مخکښ دي.
د ټرمپ ملاتړياو جرج سوروس
تېر اکتوبر مازیګر مهال د نیویارک زرغونه سیمه کې د جورج سوروس خورا ستر کور په پوست خونه کې یو پارسل یا غوټه اچول شوې وه، چې مشکوکه بلل کېده.
د لېږدونکي پته ناسمو تورو سره لیکل شوې وه، پولیس خبر کړل شول او ژر هلته د پلټنو ادارې کسان ورسېدل.
دې غوټه کې د جورج سوروس یو انځور و چې سور بخن ازغی پر لګېدلی و. ور سره شپږ انچه پیپ هم و چې تور رنګه پوډر، څو تارونه او یوه ګړۍ هم ور سره وه.
دا ډول له یو درجن ډېر پاکټونه د پخواني ولسمشر بارک اوباما او پخوانۍ بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن په ګډون د ډیموکراټ ګوند څو مشرانو ته لېږل شوي وو.
د اېف بي اي څېړنو وښوده چې دا فلوریډا کې له یوه ویګن استول شوي، چې د ټرمپ په ملاتړ او د ډیموکراټانو پرضد نارې پرې لیکل شوې وې.
خو د ټرمپ ملاتړو وویل، چې د نوموړي مخالفان د ټاکنیزو هڅو لپاره دا ډول کارونه کوي.
مګر بیا هم هغه مهال د فاکس نیوز یوه خبریال ټوېټ وکړ: درواغ خبرونه، د درواغو بم، د دې ټولو درواغو ګټه چا ته رسېږي.
وروسته په نېټ دا خبرونه هم خپاره شول چې دې جعلي بمونو تر شا بل څوک نه دی، بلکې جورج سوروس دی.
ولسمشر ټرمپ هم دا سپکوونکی کار وباله او ویې غانده.
خو وروسته فلوریډا کې په دې تړاو یو ۵۶ کلن کس سیزر سیوک ونیول شو.
وروسته له نوموړي سره یوې کارګرې لیوګ مارا وویل، سیزر سیوک چې کوم موټر کې پیزا ګرځوله په هغه د ټرمپ ملاتړي پوسټرونه لګول شوي و.
هغې دا هم وویل چې نوموړي به خلک ټرمپ ته د رایې ور کولو لپاره هڅول.
هغې ا هم ویل چې په دې برخه کې پر سیزر سیوک تور لګول یو سازش دی، بلکې د هر څه تر شاه جورج سوروس دی.
خو په کومه ورځ چې د جورج سوروس کور ته د بمونو پارسل وړل شوی و، په هغه ورځ سیوک خواله رسنۍ کې لیکلي و جورج سوروس نړۍ کې د ورانیو ادراک دی.
وروسته سیوک ۶۵ تورونه ومنل چې د قتل اراده هم پکې وه او ور سره په شل کلن بند محکوم شو.
د انګلېنډ بانک کنګلول
برتانیا کې جورج سوروس په داسې کس مشهور دی چې پر ۱۹۹۲ کال یې د انګلېنډ بانک کنګل کړی و.
د پیسو له نورو کروباریانو سره په ګډه یې مارکېټ کې پونډ وپلوره، ور سره د دې سیکې بیه خورا ډېره ټیه شوه او برتانیا له اروپايي پیسو نظام ووته، په دې ټولو معاملو کې سوروس یو میلیارد ډالر وګټل.
د یوې اندازې له مخې نوموړي په دغه کاروبار کې ۴۴ میلیارد ډالر ګټلي دي.
د ولسمشر ټرمپ تر واکمنېدو وروسته پر ۲۰۱۷ کال ویرجینیا کې نویو نازیانو د تاوجنې مظاهرې پر مهال د مخالفانو یوې ډلې سره جنجال وکړ، چې سپین پوستي یې غوسه کړل، پر خلکو یې موټر وخېږاوه چې یوه ۳۲ کلنه پکې مړه شوه.
ښي لاسو دعوه وکړه چې دې کې هم د جورج سوروس لاس و، چې د ټرمپ حکومت بدنام کړي.
د دوی په خبره، دې سازش کې مهم رول د برینن ګلمور و چې ګاډی یې چلاوه او سوروس درې لکه شل زره ډالر ور کړي و.
ولسمشر ټرمپ د جورج سوروس مخالف دی؟
تېر منی د سوېلي امریکا له هندوراس نه زرګونو کسانو د امریکا په لور په پښو کډوالي پیل کړه، دا کډوالي د امریکا له منځ پړاو ټاکنو یوه میاشت مخکې پیل شوه.
دا هم د جورج سوروس سازش وبلل شو، فاکس نیوز وویل، سوروس د پرانیستو پولو او ازادې کډوالۍ ملاتړی دی.
د جمهوریپال ګوند یوه پخواني غړي جیک کنګسټن وویل، دا پلاني کډوالي ده، تر شا یې پیسه او جورج سوروس کېدلی شي.
ولسمشر ټرمپ هغه مهال په یوه ټوېټ کې ویډیو خپره کړه چې پکې هندوراس کې خلکو ته پیسې ور کول کېږي او د دې خبرې د ثابتېدو هڅه وشوه چې جورج سوروس دا پیسې وېشی.
کله چې ټرمپ وپوښتل شو ریښیتا جورج سوروس دا پیسې ور کوي، ویې ویل، د حیرانتیا خبره نه ده، ډېر خلک همدا وايي.
خو وروسته ثابته شوه چې دا ویډیو جعلي وه او هندوراس کې نه وه.
پر یهودو د سپین پوستو بریدونه
د ۲۰۱۸ کال اکتوبر پر ۲۷ د کډوالو د سازشي کیسې له خپرېدو ۱۱ ورځې او د پایپ بم د پاکټ له لېږلو پنځه ورځې وروسته یوه سپین پوستي د یهودانو پر عبادتځي برید وکړ او ۱۱ کسان یې ووژل.
د ا د امریکا تاریخ کې د یهودانو پرضد خورا لویه پېښه وه او داسې کس وکړه چې د سوروس خلاف و.
خواله رسنیو کې پیغام خپرولو مالومه کړه چې پر عبادتځي بریدګر رابرټ بویرز پر دې سازشي پېښه باور درلود او فکر یې کاوه چې د سپین پوستو د ختمولو سازش دی چې مشري یې جورج سوروس کوي.
د دې پلان له مخې د سپین پوستو د اکثریت ختمولو لپاره کډوال بلل کېږي.
وروسته د نېټ ورک ریسرچ انسټي ټیوټ مشر جیول فنکل سټین په خواله رسنۍ کې وویل، د جورج سوروس په هکله ویل کېږي چې دا یهودی د سپین پوستو د ډلوژنې لپاره پیسې برابروي او رسنۍ یې هم په لاس کې دي.
نورو هېوادونو کې بدنام
پر جورج سوروس پر امریکا سربېره ارمنستان، اسټرالیا، هندوراس، فلیپین او روس پورې لعنت ویل کېږي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم جورج سوروس د یهودي سازش مرکزي رول بللی، چې د ترکیې او نورو هېوادونو د وېشلو او بې ټیکاوه کولو هڅې کوي.
د ایټالیا لومړي وزیر مرستیال میټو سیلویني پر سوروس تور لګولی چې ایټالیا له کډوالو ډکول غواړي، ځکه غلامان یې ډېر خوښ دي.
د برتانیا د یوه ګوند مشر ناجل براج هم وویل، سوروس غواړي اروپا ته د کډوالو بهیر مات کړي چې د لوېدیځې نړۍ لپاره لوی ګواښ دی.
خو کوم ملک کې چې دې زېږېدلی مخالفت یې لا ډېر دی.
له سوېل ختیځې اسیا نیولې تر امریکا څو هېوادونه پر جورج سوروس د پیسو کاروبار یا تبادلې سره د خپلو هېوادونو اقتصاد تباکوونکي تور لګوي.
خو د جورج سوروس بنسټ دا تورونه ردوي او وايي، د ولسواکۍ، زدکړو او انساني حقونو لپاره په لګونو ډالر لګوي.
۔