قطر د بهرنیو کارګرولپاره د کفیل نظام ختموي

قطري چارواکي وايي، د بهرنیو کارکوونکو د استخدام اوسنی نظام چې سپانسر شپ یا کفالت نوم ورکړل شوی، په بشپړه توګه ختموي.

د کارګرو د حقونو نړیوال فعالان پر دغه نظام سختې نیوکې کوي. د قطر کار وزیر یوسف محمد العثمان وايي، هېواد یې له ۲۰۲۲ کال وروسته د لږ تر لږه اجورې یا حق الزحمې نظام هم پیلوي.

د قطر کفالت نظام له مخې بهرني کارګر د بادار یا اجر له اجازې پرته نه خو له هېواده د وتلو اجازه لري او نه هم خپل مسلک بدلولای شي.

د مزدورانو نړیوال تنظیم (ای ایل او) د کفالت نظام (نوې غلامي) بللې او د قطر د نوي اعلان هرکلی یې کړی دی.

قطر د ۲۰۲۲ کال لپاره د فوټبال نړیوال جام کوربتوب کوي او د دې سیالیو لپاره یې پراخې ودانیزې چارې پیل کړې، چې ګڼ شمېر بهرني کارګر هم د همدې لپاره غواړي.

قطر پروسږ کال په ډېرو برخو کې د اجر له اجازې پرته له هېواده د بهرنیو کارګرو پر وتلو بندیز ختم کړ، خو اوس د دې هېواد چارواکو پرېکړه کړې چې کفالت نظام له یوه مخه ختم کړي.

د کار وزیر یوسف محمد العثمان فخرو وايي، د هېواد کابینې د لږ تر لږه اجورې نظام او دغه راز له یوې دندې بلې ته د اوښتو په تړاو اسانتیا رامنځته کولو اقدام هم منظور کړی دی.

نوموړی زیاتوي د دې ګامونو هدف په قطر کې د بهرنیو پانګوالو او مسلکي کارکوونکو د جذب لپاره زمینه برابرول دي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د کارګرو نړیوال سازمان مسئولینو له قوله ویل شوي چې تمه کېږي نوي قوانین به د ۲۰۲۰ کال له لومړۍ میاشتې پلي شي.