تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قطر کې سخته ګرمي: لوبغاړې له سیالۍ ووتلې
د کینیا روت چیپن ګیتیچ له هغه وروسته د ښځو ځغاستې نړیواله سیالي وګټله چې په دوحه کې د سختې ګرمۍ له کبله له ۶۸ لوبغاړو ۲۸ ګډونوالې له سیالیو لاس پر سر شوې.
که څه هم دغه سیالۍ له ځايي وخت سره سم نیمه شپه پیل شوې، خو په داسې حال کې چې د تودوخې درجه ۳۲ وه او په هوا کې رطوبت یا لمدبل ۷۰ سلنه و، نژدې نیمايي لوبغاړو په سیالیو کې له ګډون کولو ډډه وکړه.
که څه هم په پیل کې لا داسې اندېښنه وه، چې د اوږدې ځغاستې لپاره ښايي حالت چمتو نه دی، منتظمینو پرېکړه وکړه، چې سیالي پیل کړي.
د سیالیو له پیله وروسته د یوګنډا لوبغاړې لاینت چیبیت په نیمه لاره کې د پاتې راتلو له کبله په امبولانس کې له میدانه وایستل شوه او د ایټالیا سارا دوشنیا هم په نیمه لار کې له پاتې کېدو وروسته پر ګرځنده څوکۍ له میدانه وایستل شوه، چې ناروغان یې کارووي.
د ایتوپیايي لوبغاړو روزونکي حاجي عادیلو روبا بي بي سي سپورت څانګې ته وویل:
''موږ به خپل هېواد کې په داسې حالت کې هېڅکله د ځغاستلوبې سیالۍ نه وې کړې.''
۲۳ کلنه ګیتیچ چې دغه سیالي یې ګټلې وايي، دا خورا سخته سیالي وه، خو په دبۍ کې یې د تمرین پر مهال د همدې حالت تمه درلوده، ځکه یې غرمه مهال چې لمر به د اسمان په منځ کې و، تمرین کاوه.
نوموړې د لومړي ځای لپاره د اوو کیلومتره واټن شپږ لړونه په دوه ساعتونو، ۲۳ دقیقو او ۴۳ ثانیو کې بشپړ کړل. د بحرین روت چیلیمو چې مخکینۍ اتلولۍ یې دفاع کوله ۲ ساعته ۳۳ دقیقو ۴۶ ثانیو کې دغه واټن وواهه او دویم ځای یې خپل کړ.