سوریه: کردانو او سوریې پر یوه بل له اوربنده د سر غړونې تورونه لګولي

A turkish-backed Syrian fighter sits on the side of the street in the town of Ayn al-Arus

د عکس سرچینه، AFP

ترکیې او د سوریې کوردانو پر یوه بل تورونه پورې کړي چې په شمالي سوریه کې یې له موقت اوربنده سر غړونه کړې. کردان وايي، باید د راس العین ښاریانو وتلو لپاره یوه بشر دوستانه تګلاره چمتو شوې وای، چې په وینا یې داسې نه دي شوي.

د دوی په وینا له دغه ښاره وروستیو نښتو کې د ملکي خلکو او ټپیانو ایستل ''ناشوني شوي دي ''. بل لور ته ترکیې هم پر کردوانو تور پورې کړی چې څو ځله یې له اوربنده سره غړونه کړې ده.

بل لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په سوریه کې به 'خوندي سیمه' له هغې پراخه وي چې امریکايي چارواکي یې خبره کړې ده. د ښاغلي اردوغان په خبره، د سوریې په شمال کې به دا 'خوندي سیمه' له ۴۰۰ کیلومترو ډېره پراخه او سور به یې ۳۲ کیلومتره وي.

سوریه

د عکس سرچینه، AFP

اردوغان دا هم وایي چې هېواد یې غواړي د سوریې په شمال کې ۱۲ پوستې جوړې کړي.

د ترکیې د ولسمشر دا خبرې تر هغه څو ساعته وروسته کېږي چې په سیمه کې یې د پنځو ورځو اوربند هوکړه وکړه. د دې هوکړې پر اساس کوردي ځواکونه له دې سیمې د وتلو چانس ترلاسه کوي.

تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او ښاغلي اردوغان د سوریې د شمال پر حالاتو ټیلیفوني خبرې وکړې.

له هغه وروسته چې د ښکېلو خواوو له خوا د اوربند د ماتولو په اړه راپورونه خپاره شول، خو ښاغلي ټرمپ وویل، د ترکیې ولسمشر ورته ویلي چې دا نښتې "کمې وې" وې او 'پای' ته رسېدلې دي.

رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهوری ترکیه

د عکس سرچینه، AFP

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي "د تر لاسه شویو راپورونو" له مخې له راس العین پرته په ډېریو سیمو کې کراري دی. کورد او د بشري حقونو سرچینې وايي په دې سیمه کې ډزې او چاودنې دوام لري.

د سوریې له شمال د امریکايي ځواکونه له شاتګ څو ګړۍ وروسته ترکیې د سوریې پر پوله پر کوردانو بریدونه پیل کړل.

ښاغلي اردوغان وايي، د دې بریدونو هدف دا دی چې دا سیمه د ده په ټکو له "ترهګرو " پاکه کړي او د سوریې شاوخوا دوه میلیونه جنګ ځپلو وګړو ته امن سیمه جوړه کړي.

په سوریه کې د ترکیې عملیات د یوه بل انساني ناروین لامل وګرځېدل، د سور صلیب نړېواله کمېټه وايي، دوه لکه سوري کډوالو خپلې مېنې پریښي دي.