تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مصري لرغونپوهانو ۲۰ لرغوني تابوتونه موندلي دي
مصري چارواکي وايي، د دغه هېواد لرغونپوهانو د لکشور سیمه کې ۲۰ لرغوني تابوتونه موندلي دي. دغه لرګین تابوتونه چې حکاکي شوې بڼه یې لا هم خوندي پاتې ده، د نیل سیند په لویدیځه غاړه کې موندل شوي دي.
دغه تابوتونه په داسې حال موندل شوي دي چې په دوو کتارونو کې یوه پر بل د پاسه ایښي وو. د لرغونتوکو چارو وزارت چارواکي د دې تابوتونو موندل دا وروستیو کلونو کې یوه لویه او مهمه لاسته راوړنه بولي.
دوی وايي نور جزیات به د شنبې پر ورځ په یوه خبري کنفراسن کې وړاندې کړي.
العساسيف مقبره چې شاهي درې سیمې ته نژدې پرته ده او دغه تابوتونه پکې موندل شوي، لرغونتوب یې د لرغوني مصر ۳۳۲- قبل المیلاد ۶۶۴) کلونو زمانې ته رسېږي.
په دې مقبره کې له دې مودې وروسته د نوې پیل شوې شاهي دورې د واکمنو قبرونه هم شته. تېره اونۍ د مصر لرغونو اثارو وزارت وویل، د لکشور درې په لویدیځ کې یې د یوه لرغونې صنعتي سیمې اثار موندلي دي.
چارواکي وايي له دغه سیمه کې یې د یو شمېر زېرمتونونو اثار موندل شوي او دغه راز د مړیو کفن دفن اړوند توکي او لوښي هم موندل شوي دي.