روسیه: د ترکيې او سوریې پوځونه خپلو کې جګړې ته نه پرېږدو

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې حال کې چې د سوریې شمال کې د ترک پوځ عملیات روان دي، روسیې ویلي، دوی به د سوریې او ترکیې پوځونه خپلمنځي نښتو ته نه پرېږدي. روسیه د سوریې ولسشمر بشارالاسد حکومت له مهمو متحدینو یو دی.
د سوریې لپاره د مسکو ځانګړی استازی الکساندر لاورینتيېف وايي:
''دا به هېڅ د زغملو نه وي... او له همدې کبله به موږ په هیڅ صورت د داسې کېدو اجازه ور نه کړو. ''
ترکي چارواکي ادعا کوي چې د پولې له سیمې یې د کوردي ځواکونو پر شا تمبولو په موخه دغه عملیات پیل کړي دی.
تر اوسه په نښتو کې لسګونه ملکي خلک وژل شوي دي او ملګري ملتونه وايي، لږ تر لږه ۱۶۰ زره کسان په سیمه کې له خپل کور کلي تښتېدلي دي.
ښاغلي لاورینتيېف متحدو عربي اماراتو ته د یوه سفر پر مهال د سوریې په خاوره کې د ترک پوځ عملیات د ' نه منلو وړ ' بللي.
نوموړي زیاته کړه، ترک او سوریايي چارواکو په اړیکه کې دي چې د کوم احتمالي بحران مخه ونیوله شي.

د عکس سرچینه، AFP
له دې مخکې د برتانیا حکومت وویل، په شمالي سوریه کې د ترکي پوځ عملیاتو له کبله پر انقرې د وسلو پلور جوازونه لغو کوي. د برتانیا پارلمان کې د وینا پر مهال د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب وویل، برتانیا به ترکیې ته د خپلو صادراتو 'کلکه او پرله پسې ' څارنه کوي.
نوموړي برتانوي پارلمان ته وویل:
''د داسې څه دي چې موږ یې له یوه اتحادي تمه نه کوله، برتانوي حکومت له ترکیې غوښتي چې د امکان تر حده باید له زغمه کار واخیستل شي او دغه یو اړخیز پوځي عملیات پای ته ورسوي. ''
دا مهال نژدې دوه میلیونه سوریايي کډوال ترکیه کې مېشت دي او انقره وایي، د عملیاتو یو هدف پولې ته نږدې سیمه کې د دغو کډوالو ځای پر ځای کولو لپاره (خوندي سیمه) رامنځته کول هم دي.
د دیپلوماتیکو چارو لپاره د بي بي سي خبریال جېمس لنډېل وايي، د دې پرېکړې معنا دا نه ده چې ګواکې برتانیا به له یوه مخه ترکیې ته هېڅ وسله نه صادروي، بلکې له شته جوازونو سره به صادرات دوام وکړي، خو دې سره به برتانیا د هغو اروپايي هېوادونو په کتار کې راشي چې وايي، د وسلو نورې سودا اجازه به نه ورکوي.
د وسلو سوداګرۍ مخالف کمپاین د شمېرو له مخې له ۲۰۱۳ کال راهیسې برتانیا پر ترکیې له یو میلیارد پاونډو د ډېر ارزښت پوځي وسایل پلورلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
وړاندې د سوریې حکومتي رسنیو راپور ورکړی و چې حکومتي ځواکونه د دې هېواد شمال کې مېشت شوي دي. دا ګام وروسته له هغې اخیستل کیږي چې امریکا له سیمې د خپلو ټول سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړه.
د سوریې شمال ختیځه سیمه چې د کوردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) په ولکه کې ده، د ترکیې له خوا پرې پوځي عملیات پیل شوي. ترکي ځواکونو تېره چهارشنبه پر دې سیمو پوځي عملیات پيل کړل.
دواړو غاړو کې په لسګونه ولسي وګړي او جنګیالي وژل شوي دي.
له سوریې د امریکايي ځواکونو وتل او د ترکیې برید نړېوال غبرګونونو پارولي دي ځکه د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه د داعش پر وړاندې د نړېوالو د ملاتړ څخه برخمن وو.
د ترکیې حکومت کردي جنګیالي ترهګر بولي او غواړي له سوریې سره له خپلې پولې نه کردان شاته کړي او هلته یوه خوندي سیمه جوړه کړي، چې وروسته به پکې سوري کډوالو ځای پر ځای کېږي.
په ترکیه کې اوسمهال شاوخوا ۳ میلیونه سوري کډوال مېشت دي.









