د غېږې ماشومان په شدت ښورولو له امله مړه یا ژوبل شوي

ارزول شوې شمېرې ښيي چې په تېره یوه لسیزه کې ۲۲۰ د غېږي ماشومان په برتانیا کې له دې کبله مړه یا ژوبل شوي چې په شدت ښورول شوي.

د ماشوم په شدت ښورول یا رېږدول هغه ته وايي چې ډېری مهال مشران د ماشوم د غلي کولو لپاره او یا هم د قهر پر وخت ترې کار اخلي، ماشوم په کلکه ښوروي چې ټول بدن یې ورسره شدیداً رېږدي.

د ۱۲۵۳ ماشومانو دوسیې د برتانیا له ماشومانو د ساتنې یوه سازمان NSPCC څېړلي چې ښيي نژدې په هرو شپږو کې د یوه ماشوم مغزو ته زیان اوښتی.

د ماشوم ساتنې کارپوهه ډاکتره سوزن سمېت په دې باور ده چې دا شمېرې یې لا یوه کوچنۍ برخه ده.

ډاکتره سمېت وايي "ما په شدت د ماشوم ښورولو ناوړه پایلې په روغتون کې لیدلي چې ماشومان مړه شوي او یا له ډېرو سختو معلولتیاو کړېدلي، نو موږ باید ډېر کار وکړو چې مخه یې ونیسو."

د پلار یو ځل قهر ماشوم ټول عمر عیبي کړ

د جوان پیکاک زوی چارلي چې لا څلور میاشتنی و، وروسته له هغه معلول او ړوند شو چې پلار يې په شدت ښورولی و.

جوان کیسه کوي "زه له شاوره راووتم چې ګورم د چارلي رنګ الوتی، د ژوند نښه پکې نه ښکاري، ساه نشي اخیستی، د خپل پلار په غېږ کې دی چې ویلو ته هم څه نه لري. موږ فکر نه کاوه چې تر روغتونه هم ورسېږي."

جوان زیاتوي چې په روغتون کې"موږ ته وویل شول چې ځان تر ټولو بد حالت ته چمتو کړو، ځکه هلک داسې بد څنډول شوی لکه یوه ګړندي موټر په ټکر کې چې ژوبل شوی وي."

د جوان مېړه پال سایکس په ۲۰۰۹ کال کې وروسته له هغه چې ویې منله جدي جسماني زیان یې اړولی په څلورو کلونو بند محکوم شو.

ډاکتره سمېت اوس یو کمپاین چلوي چې ICON: Babies Cry, You Can Cope نومېږي، یعنې "ماشومان ژاړي، تاسې یې چاره کولی شئ". هغه هڅه کوي میندې او پلرونه په دې پوه کړي د ماشوم له زوکړې وروسته په بېلابېلو پړاوونو کې څه ډول ساتنه ترې وکړي.

هغه وايي "ټول میندې او پلرونه په دې نه پوهېږي چې د ماشوم په لومړیو میاشتو کې د ژړا ډېرېدل نورمال حالت دی. میندې او پلرونه له دې چې ماشوم غلی کولی نه شي ځان کمزوری او ګناهکاره بولي."

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ماشوم ته باید حوصله وشي او د اړتیا په صورت کې له نورو مرسته وغوښتل شي.