تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه کلیوال ماشوم چې هند یې تر سپوږمۍ ورساوه
- Author, سوامي ناتهن ناتاراجن
- دنده, بي بي سي
د هند بریالي فضايي پروګرام تر شا له ډېرو مهمو کسانو یو، ډاکټر مایلسوامي انادورای په پیل کې د خپل مسلک اړوند زده کړې هم نه دي کړې.
ډاکټر انادورای لومړي درې کاله د تامل ناډو ایالت په کوډاواډي نومي کلي کې تر ونې لاندې پر چوتره یا د غواوو او نورو څارویو لپاره په چمتو شویو څپرونو یا غوجلو کې زده کړې کړې.
ډاکټر انادورای وايي:
''زده کړو ته له کېناستو مخکې به مو خوشايه پاک کړل، خو بوی به یې تر ډېره بیا هم پاتې و. ''
انادورای څپلۍ نه درلودې او کلي ته یې برېښنا هغه وخت ورسېده چې دی اته کلن و. هغه مهال د انادورای نور کلیوال هم د بې وزلۍ له ورته حالت سره مخامخ وو، خو بې وزلۍ دی له لوړو زدکړو را ونه ګرځاوه.
دا له ۱۹۶۰ وروسته کلونه وو، چې نړۍ کې لوی بدلونونه راغلي وو او د شوروي او امریکا تر منځ فضا ته د رسېدو سخته سیالي روانه وه. انادورای بي بي سي ته وویل، پلار یې ښوونکی و، خو د دې تر څنګ یې ځکه خیاطي کوله چې ګزاره یې وشي.
نوموړی وايي، پلار یې له زړه غوښتل چې زوی یې لوړې زده کړې وکړې، خو خپل اقتصادي حالت به کله نا کله ناهیلی کړ.
دی وايي:
''یوه ورځ مې له راډیو واوریدل چې حکومت کلیوالو زده کونکو ته د زده کړو لپاره ځینې بورسونه اعلان کړي، غوښتنلیک مې واستاوه او د یوه نژدې ښارګوټي په ښوونځي کې د زده کړو لپاره ومنل شوم. ''
دی وايي، پلار یې هغه وخت د میاشتې ۱۲۰ روپۍ ګټلې او د سکالرشپ بیه د کال لپاره ۱۰۰۰ روپۍ وې.
"په ۱۹۷۰ کال کې یو امریکايي ډالر د اووه نیمو روپیو بدل کې ورکول کېده. ''
نوموړي په خپله سیمه کې له ښوونځي اول نمره او په ټول ایالت کې ۳۹ نمره فارغ شو، او له همدې کبله یې نوره مالي مرسته هم وموندله.
انجنینرۍ پوهنځي ته د انادورای له رسېدو مخکې ۱۹۷۵ کال کې هند د روسیانو په مرسته د (اریابهاټا) په نامه خپل لومړنی سټیلایټ توغولی و.
له دغه سټیلایټه د ډیټا تر لاسه کولو لپاره په بېړه ځینې تشنابونه په ډیټا مرکزونو بدل شوي وو. هغه سټیلایټ د شپږو میاشتو لپاره پروګرام شوی و، خو یوازې څلور ورځې فضا کې پاتې شو.
څلور کاله وروسته د هند یو خپل راکټ چې د سټیلایټ لېږد لپاره چمتو شوی و، ناکام شو. له دې څه موده وروسته ۱۹۸۰ کال کې انادورای د هند فضايي څېړنو پروګرام (ای ایس ار او) غړیتوب تر لاسه کړ.
دی وايي:
''موږ به د سېمټي څادرونو تر چت لاندې کار کاوه او له هرو څلورو کلونو وروسته به مو یو سټیلایټ توغاوه.''
انادورای وايي، مورنۍ ژبه یې تامل وه، نه یې هندي سمه زده وه او نه یې انګلیسي سمه زده وه:
''کله نا کله به خلکو زما په انګلیسي ملنډې وهلې. ''
هغه لومړنی سټیلایټ چې دی یې په چمتو کولو کې شامل و، له ځمکې ۴۰۰ کیلومتره لېرې مدار ته استولو ته چمتو شوی و، خو دا تجربه هم ناکامه شوه او سټیلایټ په بنګال خلیج کې وغورځېد.
د پیل له دې ناکامۍ سره نوموړي د انساټس په نامه د هند اتو فضايي پروګرامونو کې شامل پاتې شو. انساټس هغو فضايي ماموریتونو ته ویل کېږي چې د موسم حال له معلومولو نیولې د معادنو تر سرچینو معلومولو او ان خپرونو رسولو پورې کاروول کېږي.
۲۰۰۸ کال کې نوموړي په شخصي سکتور کې د یوې دندې لپاره د فضايي څېړنو ادارې دندې پر پرېښوولو غور کاوه، خو هماغه کال سپوږمۍ ته د رسېدو لپاره په هندي پروګرام کې د ګوتو په شمېر له یو څو نورو ساینسپوهانو سره واخیستل شو.
دی وايي:
''زموږ مهم هدف هغو سیمو ته رسېدل وو چې مخکې څوک نه وو ورته رسېدلي بل هدف مو دا مالومول وو چې پر سپوږمۍ څومره اوبه شته او له څه شي جوړې شوې دي. ''
د ۲۰۰۸ کال اکتوبر میاشتې اتمه نېټه وه، د پشکال یوه داسې ورځ چې اسمان له وریځو ډک و، د چاندریان -۱ په نامه د هند فضايي ګاډي د سپوږمۍ پر غولي د هند بېرغ ورپاوه او هلته یې د اوبو شتون تائید کړ.
هندي رسنیو دغه ورځ لمانځله، خو ځینو پر دغه پرواګرام د لګول شویو پریمانه پیسو په اړه پوښتنې او نیوکې هم کولې.
مایلسوامي انادورای بیا دې موضوع کې څرګند دریځ لري:
''زموږ د بیوزلۍ یو لوی لامل دا دی چې موږ له صنعتي انقلابه لېرې پاتې شوي یو. د یوه داسې ملت په توګه چې پریمانه انساني وسایل لرو، موږ د فضايي څېړنو له کبله له رامنځته شویو فرصتونو بې پرواه نه شو پاتې کېدای. ''
له هغې ورځې څو کاله وروسته د ده په مشرۍ هندي ساینسپوهانو مریخ ته هم په بریالیتوب سره فضايي ګاډی ولېږه او هند لومړی هېواد شو چې دا چاره یې ترسره کړه.
مریخ ته د هند ماموریت رسېدو لس نیمې میاشتې وخت ونیو او ۷۳ میلیونه ډالره لګښت یې درلود چې تر اوسه مریخ ته د رسېدو تر ټولو ډېر لګښت دی. انادورای وايي:
''خپل سرپرست پروفیسر ته مې ویل، ستاسې د اریابهاټا سټیلایټ تصویر د دوو روپیو پر سکې چاپ شوی و، خو اوس زما د مریخ ګاډي تصویر د ۲۰۰۰ روپیو پر کرنسي نوټ چاپ شوی دی، موږ ۱۰۰۰ برابره پرمختګ کړی.
خو سپوږمۍ ته د هند لومړي ماموریت له لېږل کېدو ۱۱ کاله وروسته اوس د فضايي څېړنو بازار په بشپړه توګه بدل شوی دی او د بیا کارېدونکو راکټونو له کبله د دغه صنعت لګښتونو کې ډېر کمی راغلی چې د انادورای په وینا دوی هم دې لړ کې له چا وروسته پاتې نه دي:
''موږ هڅه کوو له نورو سره سم سفر وکړو او د داسې توغوونکو پر چمتو کولو کار کوو چې بیا ځلي هم کارول کېدای شي. ''