تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خبریاله هاجر د ماشوم زیانولو په تور بندي شوه
یوه مراکشۍ خبریاله هاجر الریسوني د "ماشوم د زیان" او بډې ورکولو په تور په یوه کلن بند محکومه شوې ده.
هاجر الریسوني له خپل سوداني مېړه او حقوقي فعال رفعت الامین سره د تېرې اګسټ میاشتې پر ۳۱مه د پلازمېنې رباط له یوه روغتونه تر وتلو وروسته ونیول شوه.
۲۸ کلنه هاجر پرې لګول شوي تورونه ردوي او وايي چې د داخلي خونریزۍ د درملنې لپاره هلته تللې وه.
هاجر د مراکش د اسلامي بهیر او د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې د بنسټګر غړي احمد الریسوني ورېره ده.
اغلې الریسوني په "اخبار الیوم" ورځپاڼه کې کار کوي. دا ورځپاڼه د توفیق بوعشرین په نامه په ۱۲ کلونو بند محکوم مخالف سیاستوال له خوا چلېږي. پر نوموړي د جنسي سوداګرۍ او د انسانانو د قاچاق تور دی.
د "اخبار الیوم" ورځپاڼې یو خبریال چې پر الریسوني لګېدلي تورونه ردوي، وايي د هغې پر ضد قضیه "سیاسي انګیزه" لري چې په دې تړاو پولیسو له هغې نه د کورنۍ او لیکنو په اړه پوښتنې ګروېږنې کړې دي.
الریسوني چې په تور پړوني یې سر پټ کړی و، رباط کې د محکمې انګړ ته پټه خوله راننوته. نوموړې او مېړه یې د ماشوم زیانولو تورونه ردوي.
د هغې وکیل عبدالمولی المروري رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "دې پرېکړې موږ ته ټکان راکړ" چې په وینا د براءت لپاره یې طبي او قانوني ثبوتونه موجود دي. دی وايي د استیناف غوښتنه به وکړي.
په قضیه کې ښېکل لوی څارنوال ویلي، د خبریالې نیول کېدل د هغې د کار او خبریالۍ له کبله نه دي او هغه کلینیک چې هغه ورغلې وه، د پولیسو تر څار لاندې او شک دا کېده چې ګني نوموړې هلته د ماشوم زیانولو ناقانونه کړنې ترسره کوي.
محکمې د الریسوني کوزدن په یوه کال او د هغې ډاکټر په دوو کلونو بند محکوم کړي دي. مرستیال ډاکټر او په کلینیک کې یو نرس هم په دې قضیه کې ګناهکار ګڼل شوي او په تنفیذي بند پرې ختلی دی.
د بشري حقونو د څار سیمه ییز مشر احمد بن شمسي دا حکم "په مراکش کې د ازادۍ لپاره توره ورځ" بللې او دا یې یو "ښکاره ستم، د بشري حقونو سرغړاوی او پر فردي ازادیو مخامخ برید" بللی دی.
د رپوټونو له مخې، په مراکش کې هره ورځ د ۵۰۰ -۸۰۰ ترمنځ د ماشوم زیانولو پېښې رامنځ ته کېږي.
پر خواله رسنیو ځینو فعالانو او خبریالانو (#د_هاجر_الریسوني_ازادي_هاجر_مجرمه_نه_ده) هشتګ ډېر لاس په لاس کړی دی.
ګڼو فعالانو او خواله رسنیو کاروونکو د هاجر الریسوني نیول کېدل په مراکش کې د وینا ازادۍ د زندۍ کولو پیلامه بللې ده.
د مراکش د پاچا شپږم محمد د تره زوی شهزاده هشام العلوي، چې د هاجر قضیه کې ډېر فعال دی، د هغې نیونه "د مراکشي وګړو لپاره د اساسي قانون پر حقونو تېری" بللی دی.