بهرنۍ ناواده شوې جوړې د سعودي هوټل کې خونه کرایه کولی شي

د عکس سرچینه، AFP
د سعودي عربستان حکومت ویلي، د بهرنیو سیلانیانو ورماتولو په پار اوس نا واده شوې بهرنۍ جوړې په هوټلونو کې یوځای خونې کرایه کولی شي.
دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، چې سعودي د یوشمېر هېوادونو وګړو ته وېزې ورکولو اسانتیا رامنځ ته کړه.
ښځې د هوټلونو په خونو کې یوازې هم پاتې کېدای شي.
وړاندې به بهرنۍ جوړې دې ته اړایستل کېدې چې هوټل کې د خونې له کرایه کولو مخکې د خپل واده ثبوت وړاندې کړي.
په تېر کې بهرنۍ جوړې اړې وې چې د خپل واده اسناد ولري، خو اوس دا رول د بهرنیو سیلانیانو د ورماتېدو په پار له منځه تللی دی.
د سعودي عربستان د سیاحت او ملي میراث ادارې مشر په یوه خبرپاڼه کې ویلي "له ټولو سعودي وګړو غوښتل شوي چې هوټلونو کې د خونو د کرایه کولو پرمهال خپلې تذکرې او د ښځې او مېړه ترمنځ د تړاو لرلو سند وښيي."

د عکس سرچینه، Reuters
"دا له بهرنیو سیلانیانو نه غوښتل کېږي. د سعودیانو په ګډون ټولې ښځې په هوټلونو کې خونې کرایه کولی او یوازې پاتېدلی شي، خو چې د ننوتلو پرمهال د پېژندنې کارتونه ولري."
د نوې وېزې اجرآت په ډاګه کوي چې له سیلاني ښځو نه غوښتل کېږي چې خپل ټول ځان پټ کړي، خو لاهم ترې غوښتل کېږي چې متوسط کمیس ولري.











