پاریس کې بریدګر څلور کسان په چړې وژلي دي

پاریس

د عکس سرچینه، EPA

فرانسوي پولیس وايي، د پولیسو د مرکز یو کارکوونکي پلازمېنې پاریس کې خپل کارځای کې څلور کسان د چړې په ګوزارونو وژلي دي. وژل شویو کې درې پولیس افسران دي. وروسته بریدګر هم د پولیسو په ډزو وژل شوی دی

د پاریس ښار مرکزي برخه کې د ایلي دي لا سایت په نامه د برید سیمه امنیتي ځواکونو کلابند کړې ده.

پېښه له ځايي مهال سره سم د ماسپښین پر نژدې یوه بجه د پولیسو مرکز په انګړ کې رامنځته شوې ده.

له دې پېښې یوه ورځ وړاندې د فرانسوي پولیسو د دوی پر ضد د تاوتریخوالي او په ځواک کې دننه د ځانوژنې شمېر ډېرېدو له کبله اعتصاب کړی و.

د فرانسې کورنیو چارو وزیر کرسټوفر کاستانیر د پېښې ځای ته رسېدلی دی. د پاریس ان هایدالګو پر ټویټر پاڼه تایید کړې چې د سیلانیانو د ګڼې ګوڼې ځایونو ته نژدې یوه برید کې (یو شمېر) کسان وژل شوي دي.

پولیس

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پاریس پولیسو مرکز د ښار په منځ کې موقعیت لري

ویل کېږي برید کې یو کس ټپي شوی دی. د پولیسو اتحادیې مسئولین وايي، برید ګر د پولیسو مرکز په اداري برخه کې دنده لرله.

د فرانسوي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، بریدګر ۴۵ کلن سړی دی چې د پاریس پولیسو مرکز اداري برخه کې یې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې دنده درلوده.

یوه عیني شاهد چې د برید پر مهال هلته و، لي پاریسین ورځپاڼې ته ویلي:

''ترهېدلو پولیسو یوه بل لور ته منډې وهلې. زه د ډزو له اورېدو وروسته حیران شوم، ځکه دا داسې ځای نه دی چې دغه ډول غږونه پکې واوریدل شي، لومړی مې فکر وکړ، چې ښايي دا ځانمرګی برید وي، ځکه نن سبا دغسې پېښې ډېرې دي. ''