داعش پاریس کې د برید مسوولیت ومانه

د ویډیو تشریح، پاریس کې برید سیمه کې فرانسوي پولیس

فرانسه کې چارواکي وايي، د دغه هېواد پلازمېنه پاریس کې تېره شپه یوه کس په چاکو سره پر خلکو برید وکړ، چې له امله یې یو کس ووژل او څلور ټپیان شول.

ویل کېږي د دوو ټپيانو روغتیا نازکه ده.

په برید او ګډوډۍ جوړېډو سره خلکو له کوڅو هوټلونو او پلورنځیو ته پنا وړې.

بریدګر هوټلونو او پلورنځیو ته د ننوتلو او پر نورو خلکو د برید هڅه کوله، خو د ورونو په تړلو سره یې خلکو مخنیوی کړی دی.

داعش یا اسلامي دولت ډله د یوه بیان په خپرولو سره وايي، دا برید دوی کړی دی.

لیدونکي وایي، لومړیو کې پولیسو هڅه کوله په برېښنايي وسله او شاټ سره بریدګر- چې الله اکبر نارې یې وهلې- ونیسی، خو بالاخره یې دوه ډزې پر وکړې او ویې واژه.

اسلامي دولت وايي، د دوی "یوه سرتېري" دا برید کړی دی.

غبرګون

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د فرانسي کورنیو چارو وزیر دغې پېښې ته د پولیسو غبرګون ستایلی دی.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په یوه ټوېټ کې دغه برید ته غبرګون ښودلی دی:

"یوه ځل بیا فرانسې د وینې بیه ور کړه، خو شونې نه ده چې خپله یوه زره ازادي هم دوښمن ته پرېږدو".

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د پولیسو "ښه غبرګون" ستایي او د پېښې له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي ښيي.

د پاریس ښاروال انه هیدالګو هم د دې برید په ځواب کې ویلي: نن شپه ټول پاریس ټپي دی. پوی شئ چې د پاریس ټول ښاریان ستاسو سره دي.

برید چرته شوی دی؟

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اوپرا په شپې کلبونو او هوټلونو مشهوره ده.

د رپوټونو له مخې د تېرې شپې برید د پاریس مرکز او په اوپرا سیمه کې شوی دی.

اوپرا ډیسټریکټ د وختېري هغه سیمه ده چې په ډېرو شپې کلبونو او هوټلونو پېژندل کېږي.

تراوسه د بریدګر پېژندنه نه ده شوې، خو کومو کسانو چې پېښه لیدلې رسنیو ته یې د وېرې او ډار خبرې کړې او ویلي یې دي چې ترهېدلي خلک هوټلونو او پلورنځیو ته ننوتل.

فرانسه کې د داعش بریدونه

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، فرانسه کې له تېرو دریو کلونو راهیسې د داعش په بریدونو پسې امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

فرانسه کې له تېرو دریو کلونو راهیسې داعش څو بریدونه کړي چې له امله یې دغه هېواد کې د خورا لوړې کچې خبرداري حالت دی.

د داعش په دغو بریدونو کې له ۲۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

فرانسه کې د دې ډلې تر ټولو ډېر مرګونی برید د ۲۰۱۵ کال د نومبر پر ۱۳ نېټه و چې پکې وسلوالو او ځانمرګو پاریس ښار کې په مختلفو ځایونو بریدونه وکړل او تر ۱۳۰ کسان یې ووژل.

تېر کال امانویل مکرون د ولسمشرۍ ټاکنو په ګټلو سره ژمنه وکړه چې له "اسلامي ترهګرۍ" سره مبارزه به یې تر ټولو مهمه بهرنۍ پالیسي وي.

هغه دا هم وویل، چې سوریه او عراق کې د داعش ماتولو پسې باید افریقا کې هم دا کار وشي.