تښتېدلی خر په ډزو ووژل شو

خر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، تر اوسه دا هم معلومه نه ده چې د سې شنبې پر مازدیګر څنګه دغه دوه څاروي له سرکسه تښتېدلي وو.

جرمن پولیسو هغه خر په ډزو وویشت چې له سرکسه تښتدېدلی و او له کبله یې د یوې لویې لارې منځ کې د موټرو تر منځ ټکر وشو.

د جرمني په شمالي ښار روستوک کې پولیس وايي، دغه تښتېدلي خره د موټرو تګ راتګ ګډوډ کړ، ځينو موټرو ته یې زیان ورساوه او د چهارشنبې پر ورځ یې د پولیسو لخوا په ډزو له وژل کېدو مخکې پر اي ۲۰ نومي لویې ترافیکي لارې د ګاډو تر منځ ټکر وشو.

له دې خره سره یې یو بل هم له سرکسه تښتېدلی و، خو هغه نیول شوی دی. پر خره د ډزو پېښې جزیات له ولس سره نه دي شریک شوی.

تر اوسه دا هم معلومه نه ده چې د سې شنبې پر مازدیګر څنګه دغه دوه څاروي له سرکسه تښتېدلي وو.

جرمن پولیسو د چهارشنبې پر سهار پر ټویټر پاڼه یو خبرداری خپور کړ چې وايي، ''تښتېدلی زېبرا ډوله خبر ترافیکي تګ راتګ ګډوډوي او له کبله یې یوه پېښه هم شوې ده. ''

د پولیسو یوه ویاند دویچه ویله ته وویل:

''یو حیوان پر لویه لاره د ټېشن له لوري د روستوک پر لور په کیڼ لاس ځغلي. ''

پولیسو وروسته وویل، 'یوه ګاډي د خره ژغورلو لپاره بریک وهلي او له شا پسې روان بل ګاډی ورسره ټکر شوی دی، خو په پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی. '

خر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پولیس وايي، تښتدېدلي خره ګاډو ته زیان اړولی

د پولیسو په وینا د دغه څاروي له کبله ځینې ګاډو ته زیان اوښتی دی او تر څه ځنډه پورې لویه لار د ترافیکي تګ راتګ لپاره تړلې وه.

د سرکس کسانو او پولیسو لخوا د خره ژوندي نیولو کې له ناکامۍ وروسته د تهیلکوو سیمې ښاروالۍ ته نژدې دغه خر په ډزو ووشتل شو.

رپوټونو کې ویل شوي، دویم نیول شوی خر بېرته سرکس ته سپارل شوی دی.