عمران خان: که جګړه وشوه، اتومي جګړه به وي

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ده په خبره د یو اعشاریه دوه میلیاردو نفوسو بازار خوشحالولو پر ځای هند اړ کړي چې د کشمیر په تړاو خپله پالیسي بدله کړي.

غونډې ته په نژدې یو ساعته وینا کې ښاغلي خان وویل، د کشمیر وضعیت د پاکستان او هند تر منځ د اتومي جګړې لامل کېدای شي. نوموړي زیاته کړه، که جګړه وشي، په خبره یې پاکستان به تر وروستي بریده لاړ شي.

ښاغلي خان وویل 'دا ګواښنه نه ده، بلکې خبرداری دی. '

عمران خان غونډې ته په وینا کې وویل، کشمیر 'د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ' کې اته سوه زره انسانان د ګرځېدو راګرځېدو بندیز کې ایسار پاتې دي او کله چې دا بندیزونه ختم شي، په وینا یې هلته به د وینو سیندونه وبهیږي.

نوموړي د پوښتنې په انداز وویل، ایا چا فکر کړی، چې د وینو سیندونه بهیږي، نو څه کېږي؟

بل لور ته هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي په ورته مهال د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې وویل، هېواد یې نړۍ ته جګړه نه ده ورکړې، خو بدها یې ورکړی دی.

ښاغلي مودي په خپله ۱۷ دقیقې لنډه وینا کې د مهاتما ګاندي ۱۵۰ کلیزې او خپل حکومت د یو شمېر پروژو په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړي او د پاکستان له نامه یادولو پرته یې په اشارو کنایو کې پر دغه هېواد نیوکې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، ''موږ په جدیت سره د ترهګرۍ په تړاو نړیوالو ته خبرداری ورکوو. '' ښاغلي مودي وویل، ''ترهګرۍ د یوه هېواد ستونزه نه ده، بلکې د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی او له همدې کبله باید نړیوال د ترهګرۍ پر ضد یو موټی شي. ''

مودي

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې عمران خان ادعا وکړه چې ۱۳ زره ځوانان له نیول کېدو وروسته په نامعلومو ځایونو کې ساتل کېږي، 'ایا چا د دې ځوانانو له لیدلوري فکر کړی چې د ډول ډول خبرو له اورېدو وروسته به پر دوی څه تېریږي؟ '

نوموړي خبرداری ورکړ، دې ځوانانو کې به ځینې د سخت دریځۍ پر لار روان شي، د 'پلوامه ' یوه بله پېښه به وشي، تور به یې پر پاکستان پورې شي، د 'اسلامي سخت دریځۍ ' اصطلاح به وکارول شي، چې په خبره یې له اورېدلو وروسته یې نړیوال غلي پاتې کېږي.

ښاغلي خان زیاته کړه، د ملګرو ملتونو خپل رپوټونه ښيي په کشمیر کې تر سلو زرو پورې خلک وژل شوي او د جنسي تېري زرګونه پېښې رامنځته شوې دي.

کشمیر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اګست نیمايي کې د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې د ځایي حکومت یو ویاند وویل ګرځبندیز کې نرمښت راغلی دی

د ښاغلي خان په وینا 'ایا چا غور کړی، چې د هند ۱۸۰ میلیونه مسلمانان دا مهال څه فکر کوي، د ټولې نړۍ ټول مسلمانان فکر کوي؟ '

پاکستاني لومړي وزیر له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د ده په خبره اوس وخت راغلی چې له کشمیریانو سره کړې ژمنې پوره کړي.

نوموړي د وینا په پای کې وویل، 'باید د لومړي او سملاسي ګام په توګه باید په کشمیر کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیزونه لېرې کړل شي. '

عمران خان پر ځینو موضوعاتو له خبرو وروسته د کشمیر یادونه وکړه او د وینا ډېره برخه یې همدې موضوع ته ځانګړې کړه.