امریکا له افغان حکومت سره ۱۶۰ میلیون ډالرو مرسته وځنډوله

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، له افغان حکومت سره یې په دوه جلا برخو کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو مرسته یې ځنډولې ده.
اعلامیه کې راغلي، د امریکا حکومت هغه سل ملیونه ډالره بېرته د امریکا خزانې ته سپاري چې ټاکل شوې وه په افغانستان کې د انرژۍ پر یوې لوې پروژې ولګول شي او له افغان حکومت سره د ۶۰ ملیونه ډالرو جلا مرسته هم د اوس لپاره ځنډوي.
اعلامیه زیاتوي، افغان حکومت او مشران یې باید د بهرنیو مالي مرستو په اړه په رڼه توګه حساب ورکړي. اعلامیه زیاتوي، امریکا د هغو کسانو پر ضد ده چې د خپل واک او نفوذ په زور افغانان د بهرنیو مرستو له ګټو بې برخې کوي.
په اعلامیه کې د افغان حکومت د ملي تدارکاتو په اداره هم نیوکه شوې ده چې ګواکې په چارو کې یې روڼوالی نشته، او دا وضعیت د امریکا لپاره د اندېښنې وړ دی.
اعلامیه وایي چې امریکا حکومت به د روان کال په پای کې له یادې افغان ادارې سره مرستې دروي، او تمه لري چې افغان حکومت به د فساد پر ضد مبارزې او د خلکو خدمت ته ښکاره شونتیا ښیي.
اعلامیه وایي، له هغو افغان مشرانو سره باید حساب وشي چې دا معیار نشي ساتلی.
اعلامیه زیاتوي:
"موږ دې پایلې ته رسېدلي یو چې د افغان حکومت د څار او ارزونې کومیټه د دې وړتیا نه لري چې د افغانانو د ښه راتلونکي لپاره په نړیوالو هڅو کې همکاري وکړي".
د اعلامیه له مخې لومړي سل ملیونه ډالره د غزني او کندهار او همدا راز د کجکي او کندهار ترمنځ د سب سټېشنونو او نورو زېربناو لپاره ځانګړي شوي وو.
اعلامیه وایي، د امریکا حکومت ژمن دی چې دا پروژه بشپړه کړي، خو د یو بل میکانېزم له لارې.
افغان حکومت تر دې دمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې اعلان ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ولسمشر محمد اشرف غني په تېرو کې ټیګار کړی چې د فساد پر ضد مبارزه یې یو مهم لومړیتوب دی.
د ملي تدارکاتو کمیسون هم په افغان حکومت کې یوه ناندریزه اداره ده چې په کور دننه هم له نیوکو سره مخ شوې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني ډېری وخت د دې کمیسیون د ناستو مشري کوي او د افغان حکومت په وینا، هره کوچنۍ او لویه پروژه د نوموړي تر نظارت لاندې په دقیقه توګه ارزول کېږي.








