
د دغه سازمان تر ټولو لویه اندېښنه د دفاع وزارت د تدارکاتو د برخې په اړه ده، چې مسؤولیت یې له ناټو ځواکونو افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کېږي.
د برتانیا د نړیوال شفافیت سازمان وايي، د افغانستان په دفاعي او امنیتي برخو کې د فساد ضد یوه کارنده سیستم د نشتوالي له کبله اوس د فساد، معافیت او مفسدو کسانو ته د سزا نه ورکولو عام وګړي سخت نهیلي کړي دي.
دغه سازمان وايي، د افغانستان دفاع وزارت کې فساد لوړې کچې ته رسېدلی، چې په وینا یې له ایساف څخه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته د خرڅلاو مسؤولیت سپارل به د فساد زمینه لاپسې ډېره کړي.
په کابل کې د دغه سازمان مشر مارک پیمان خبریالانو ته وویل، د تدارکاتو په برخه کې د فساد کچه او ګواښ تر ټولو ډېر دی، چې د افغانستان حکومت باید دا پخپل لومړیتوب کې راولي:
''دا مهال د دفاع وزارت د تدارکاتو بهیر په کافي اندازه هومره پیاوړی نه دی، چې له ایتلافي ځواکونو د پېرلو مسؤولیت دغه وزارت ته وسپارل شي. خو زه معلومات لرم، چې د دفاع وزارت د خپلو کارکوونکو د روزنې او د یوې لا پیاوړې کمېټې جوړولو له لارې د قراردادونو د تړلو په برخه کې هڅه کوي دغه مساله حل کړي.''
فساد ضد
دفاعي برخه کې شفافیت

- سیاسي- ۳۹٪
- مالي - ۲۲٪
- پرسونل - ۳۴٪
- اوپراسیون- ۳۵٪
- تدارکات- ۱۷٪
په دغه راپور کې ځینو مثبتو ټکو ته هم اشاره شوې ده.
په دفاع وزارت کې د فساد ضد یوې څانګې جوړول او د فساد د ګواښونو په تحلیل او ارزونه کې ددغه وزارت د مشرتابه لېوالتیا ددې لامل شوې، چې هېواد کې د نورو دولتي ادارو په پرتله دغه وزارت لا ښه کار وکړي.
په دې ارزونه کې د نړۍ هغو۸۲ هېوادونو ته کتنه شوې ده، چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د نړۍ ۹۴ سلنه لګښتونه لګولي دي.
د برتانیا د شفافیت د ادارې د اټکل پربنسټ، په نړۍ کې هر کال د فساد کچه تر شلو میلیاردو ډالرو پورې رسېږي.
یوه اوونۍ وړاندې د افغان حکومت او ملګرو ملتونو یوې نوې سروې په ډاګه کړې وه، چې افغان چارواکو تېر کال نژدې څلور زره میلیونه ډالره بډې اخیستې دي.
دغه شمېره د کورنیو عوایدو دوه برابره جوړوي.
افغان حکومت ددغې سروې هرکلی کړی دی او وايي له فساد سره د مبارزې په برخې کې پرمختګونه هم شوي دي.












