په افغانستان کې د اداري فساد په اړه یو رپوټ ښيي چې افغانانو تېر کال د خپل هېواد د کورني عاید دوه برابره رشوت ورکړی چې شاوخوا څلور میلیارده ډالر کېږي.
دغه رپوټ چې د ملګرو ملتونو او د افغانستان د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې له خوا چمتو شوی وايي، د درې کاله پخوا په پرتله د فساد کچه تیر کال څلویښت سلنه لوړه شوې ده.
داسې ښکاري چې د خلکو له خوا د اداري فساد د منلو کچه هم مخ په ډیریدو ده. شاوخوا اویا سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي د یو ملکي مامور لپاره دا د منلو وړ ده چې د رشوت په اخیستو سره خپله تنخا لوړه کړي.












