برازیل د امازون ځنګله اور وژلو ته سرتېري استوي

د عکس سرچینه، EPA
د برازیل ولسمشر ژایر بولسو نارو امر کړی چې د دغه هېواد ځواکونه دې د امازون په ځنګلونو کې د بې مخینې اورلګېدنې کابو کولو ته واستول شي.
د برازیل حکومت وروسته له هغه دا پرېکړه کړې چې د اروپايي ټولنې مشرانو خبرداری ورکړ که برازیل د امازون اور کنټرول نه کړي، دوی به ور سره لویه سوداګریزه هوکړه لغوه کړي.
د برازیل ولسمشر پخپله ټلوېزیوني وینا کې ویلي، د ځنګلونو اورونه باید د نورو ملتونو پر وړاندې د بندیزونو د پلمې په توګه و نه کارول شي.
وروسته له هغې فرانسې او آیرلینډ وویل چې دوی به د سویلي امریکا هېوادونو سره لوی سوداګریز تړون تصویب نه کړي څو برازیل په امازون کې د تورونو پاکولو لپاره نور څه ونه کړي.
د فنلنډ د مالیې وزیرهم پر اروپايي اتحادیې غږ کړی چې د برازیل د غوښې پر وارداتو بندیز ته پام وکړي دا هېواد اوس مهال د اروپايي اتحادیې د شورا رئیس دی - دا هغه رول دی چې په هرو شپږو میاشتو کې د غړو هېوادونو ترمنځ بدلېږي.
د چاپیریال ساتنې او خوندیتوب کارکوونکو د جمعې په ورځ د برازیل په ښارونو کې د اور وژنې د مخنیوي لپاره لاریونونه وکړل .

د عکس سرچینه، AFP
د چاپیریال ساتنې او خوندیتوب کارکوونکي په ټوله نړۍ کې د برازیل سفارتونو مخې ته راټول شوي وو.
په نړۍ کې تر ټولو لوی باران، امازون د کاربن حیاتي پلورنځی دی چې د نړیوالې تودوخې سرعت ورو کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل خوا، د جرمني او فرانسې مشرانو د برازیل امازون ځنګله کې لګېدلي اورونه یو نړیوال ناورین بللی و او په جي سېون غونډه کې یې د دغې اورلګېدنې په تړاو د بحث غوښتنه کړې وه.
جرمن چانسلره اېنګلا مېرکل وايي دغه (سخته ایمرجنسي) یا بېړنی حالت له اجنډا سره باید وتړل شي او همدا خبره له دې مخکې د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون کړې وه. نوموړي پر ټویټر پاڼه لیکلي وو:
''زموږ کور اور اخیستی. ''
د چاپیریال ساتنې او خوندیتوب کارکوونکي په ځنګله کې د اور لګېدل د برازیل ولسمشر جایر بولسونارو د پالیسیو پایله بولي، خو نوموړی دغه تورونه ردوي.
ښاغلي بولسونارو دغه راز په دغه موضوع کې پر ولسمشر ماکرون د (سیاسي ګټې) تر لاسه کولو تور پورې کړی دی.
نوموړی وايي، فرانسه کې د جي سېون غونډه کې چې برازیل پکې برخه نه اخلي، پر دغې موضوع خبرې کول د (بې ځایه شوي استعمارګر فکر) بېرته راپورته کولو په معانا دي.
امازون چې د نړۍ تر ټولو لوی باراني ځنګل دی، د کاربون یوه اړینه زېرمه لري چې په نړۍ کې د تودوجې ډېرېدو سرعت کموي. دغه ځنګله کې درې میلیونه ډوله ونې، بوټي او ژوي موندل کېږي او دغه راز یو میلیون بومي انسانان پکې ژوند کوي.
د فضايي څېړنو ملي انستیوت لخوا خپاره شوي اسناد ښيي چې روان کال په بزایل کې اورلګېدنو کې ۸۵ سلنه ډېروالی راغلی چې ډېره برخه یې د امازون په ځنګلونو کې دي.
وړاندې د برازیل د چاپیریال ساتنې وزیر ریکارډو سالیس په یوه ناسته کې د خبرو پر مهال له نیوکو سره مخ شو او د حاضرینو له لوري یې پر وړاندې اعتراض وشو.
د هغو څېړنو له مخې چې د برازیل د فضایي څېړنو د موسسې له لخوا خپرې شوې د امازون په ځنګلونو کې د ۲۰۱۹ کال اورلګېدنې ریکارډ جوړ کړی او د تېر کال په پرتله ۸۴ سلنه زیاتوالی ښیې.

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې ښاغلی سالیس د ملګرو ملتونو په ناسته کې خبرې کولې په تالار کې ناستو کسانو د هغه د خبرو پر مهال چیغې کړې: "د امازون سېمه د سوځېدلو په حال کې ده".
په دغه کنفرانس کې دولتي چارواکي، د غیري دولتي سازمانونو استازي، سوداګریز شرکتونه او د زدکړو بنسټونه پکې برخه لري چې په ټوله کې یې بحث د ملګرو ملتونو لخوا د چاپیریال ساتنې په برخه کې تبلیغات دي.
منتقدان په څه ناخوښ دي؟
د چاپیریال ساتنې په برخه کې فعالان په دې باور دي چې د برازیل دولت د وروستۍ اور لګېدنې په برخه کې پړ دی.
منتقدان وايي د برازیل ولسمشر ښي لاسې افراطي سیاستوال شمېرل کېږي چې غواړي په خپل ناوړه سیاست سره د امازون د ځنګلونو اور پراخ کړي.
د بولسونارو یوه تګلاره دا ده چې ځنګلونه له منځه لاړ شي او پر ځای یې زیاته ځمکه د کرلو لپاره وزګاره شي.
امازون د ځمکې پر سر تر ټولو لوی باراني ځنګل دی او د لوی والي له مخې د ټولې ځمکې د تودخې لپاره ځانکړی اهمیت لري.
ساینس پوهان په دې باور دي چې د امازون د له منځه تلل د ځمکې په ګرمېدو کې رول لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دوي په وینا د برازیل د افراطي ټیم د واک له پیله امازون ته د زیان رسولو هڅې زیاتې شوې دي.
د روان میلادي کاله تر دې دمه د برازیل په ځنګلونو کې ۷۴ زره ځله د اور پېښې رامنځ ته شوې چې دغه شمېر د ۲۰۱۸ کال په دولسو میاشتو کې بیا ۴۰ زره ځله و.
د سپوږمکۍ په مټ اخیستل شوي انځورونه ښيي چې د برازیل د شمال روریما ایالت لوګي پوښلی دی.
دغه لوګي برازیلیان وارخطا کړي او په ټویټر کې یې په اړه هشټیک جوړ کړیچې "امازون ته دعا وکړئ"(#prayforamazonia) چې دا به برازیل کې اوس تر ټولو ګرمه موضوع ده.
د برازیل د سکوانتګاه هغه سیمه چې د اور له خطر سره مخامخ ده او پکې درې میلیونه ډوله بوټي او حیوانات شته. همداراز په دغه سېمه کې یو میلیون انسانان هم ژوند کوي.








