ځینې ایرانیان له ترافیکي ګڼې ګوڼې وتلو لپاره امبولانس کاروي

په تهران کې مشهورې څېرې، او ښه عاید لرونکي ځانګړي ښوونکي په ناقانونه توګه له ترافیکې ګڼې ګوڼې د ژر وتلو لپاره امبولانسونه کاروي.

ایران کې د خصوصي امبولانسونو د خدمتونو مشر مجتبی هوهراسبي اسنا خبري اژانس ته ویلي، ددې "پدیدې" په اړه رپوټونه رښتیا دي، خو وضعیت "هومره هم نه دی لکه ځینې یې چې په اړه خبرې کوي."

د تهران څارنوال امر کړی چې د امبولانسونو کارولو کې دې له معمولو کړنلارو ګټه واخیستله شي.

خو ډاکټر لوهراسبي ویلي، پولیس "ډېر زیات بوخت" دي او د مرستې توان نه لري.

ده دا هم ویلي چې په "تهران کې له ترافیکي ګڼې ګوڼې د ژر وتلو لپاره امبولانس کې سپرېدل" پر ځانګړو ښوونکو او مشهورو کسانو پورې محدودیت نه لري، خو نوموړي نور جزییات ور نه کړل.

ایراني خواله رسنۍ کاروونکو پر دې کار نیوکه کړې، خو ځینو یې له خلکو غوښتي د امبولانس کارونې مخنیوي کې شا ته نه شي او امبولانسونه باید خپله اصلي دنده ترسره کړي.

یوه ایراني لیکلي: "امبولانس ته مراجعه کول یوه اړتیا ده، ان که په موټر کې یو ناروغ ته په سلو کې یو فیصد اړتیا هم امبولانس ته وي."