تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تهران کې ولې پر چمن کرلو بندیز ولګېد؟
د تهران ښاروالۍ په دغه ښار کې د اوبو کمښت له کبله د چمن په کرلو بندیز لګولی دی.
د تهران ښار د شورا غړی حجت نظري د ایلنا خبري اژانس ته ويلي، د تهران د شنو سیمو او بڼونو سازمان د اعلامیې له لارې په پلازمېنه تهران د چمنو کرل منع اعلان کړي دي.
ځینې تیلیفوني شمېرې هم اعلان شوې چې له دې امره د سرغړوونکو بنسټونو او سازمانونو په تړاو خبر پرې ورکړي.
په وروستیو کې د تهران زرغونو سیمو اوبولو په تړاو ځینې نیوکې شوې دي.
ښاغلي نظري ویلي، د بڼو او شنو سیمو سازمان مشر ته د اوبو لګولو په تړاو یادونه شوې.
دغه سازمان اعلان کړی د تهران شنو سیمو اوبه کول باید د لمر خاته نه مخکې او لمر لوېده نه وروسته ترسره شي چې د اوبو بخار کېدو او بې ځایه لګېدو نه مخنیوی وشي.
د تهران ښار شورا دا غوښتنه هم وکړه چې د تهران ښار د اقلیم مناسب واښه او چمن/ ګیاوې وکرلې شي.
دا څو کلونه کېږي چې ایراني چارواکي خلکو ته د اوبو د کمښت له کبله خبرداری ورکوي او ورڅخه غواړي چې د اوبو په لګولو کې احتیاط وکړي.
په ورستیو څو اونیو کې د ایران په ځینو ښارونو کې د هوا ګرمېدو له کبله د اوبو کمېدو په تړاو رپوټونه خپاره شوي دي.
د ایران په ځینو ښارونو کې د اوبو کمښت د ځینو ترمنځ د لفظي شخړې لامل هم شوی.
ایران په یوه وچه او لږ اوبه لرونکې سیمه کې دی چې وچکالي، کم باران او د اوبو زیات بخارېدل یې د دغه هېواد د اوبو زېرمو د کمښت اصلي لاملونه دي.