مالیزیا د ذاکر نایک پر وینا بندیز لګولی

ذاکر نایک

د عکس سرچینه، FACEBOOK ZAKIR NAIK

مالیزیا چارواکو په دغه هېواد کې د ذاکر نایک پر وینا کولو بندیز لګولی دی. د بي بي سي هندي ځانګې په رپوټ کې ویل شوي، دغه بندیز هلته د چینايي او مالايي توکمو مالیزیایانو په اړه د ښاغلي نایک له ناندریزو څرګندونو وروسته لګول شوی دی.

رپوټونه وايي، ځايي پولیسو د اګست پر ۲۰ مه له نوموړي تر لسو ساعتونو پورې پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

دا دویم ځل دی چې د ښاغلي نایک د څرګندونو په تړاو پوښتنې راپورته کېږي. له اوسني بندیزه مخکې پر ښاغلي نایک د مالیزیا په اووه ایالتونو کې د خبرو بندیز لګول شوی و، خو نوی بندیز د ټول هېواد لپاره دی.

له دې مخکې د اګست پر اتمه نېټه نوموړي د مالیزیايي هندوانو د صداقت په تړاو پوښتنه راپورته کړه او په مالیزیا کې اوسېدونکي چینايي توکمه خلک یې د دغه هېواد (میلمانه) وبلل.

مالیزیايي چارواکي وايي، پر ښاغلي نایک یې دغه بندیز 'د ملي امنیت په ګټه او د هېوادوالو تر منځ د ورورګلوۍ فضا ساتلو لپاره لګولی دی. ' ښاغلي نایک ویلي، 'د مالیزیا ډېری هندوان د دغه هېواد د لومړي وزیر مهاتیر محمد پرتله هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي ته ډېر وفادار دي. '

پیس ټلویزیون

د عکس سرچینه، PEACE TV

د مالیزیا نژدې شپږ سلنه اوسېدونکي هندوان او دغه راز ۲۰ سلنه مالیزیایان چینايي توکمه دي چې ښاغلي نایک په دغه هېواد کې (مېلمانه) بللي دي. بل لور ته په یوه اعلامیه کې ذاکر نایک د بښنې غوښتلو تر څنګ ویلي، خبرې یې ناسمې تعبیر شوې دي:

''تاسې به له تېرو څو ورځو راهیسې اوریدلي وي چې پر ما دغه هېواد کې د توکمیزې ګډوډۍ تور پورې کېږي، زما مخالفانو زما له څرګندونو ځینې خبرې رااخیستې او له مالګې او مصالحې سره یې وړاندې کړې دي، خو زه نن پولیسو ته ورغلم او سپیناوی مې وکړ. زه خواشینی یم چې دغه ټوله قضیه کې ځینې غیر مسلمانو زه توکمپال بللی یم. توکمپالنه په مذهب کې سخته ممنوع ده او قرانکریم کې هم داسې ویل شوي دي، خو زه چې یو مبلغ یم او د هغه څه پر ضد چې زه مبارزه کوم، په ما پورې داسې تورونه تړل کېږي. ''

ذاکر نایک

د عکس سرچینه، FACEBOOK

د مالیزیا لومړي وزیر مهاتیر محمد چې له دې مخکې یې ښاغلي نایک ته د مستقل تابعیت ورکولو ملاتړ کاوه ویلي، ''ښاغلی نایک سیاست ته له داخلېدو سره له خپله حده تېر شوی دی. '' نوموړي د دغه بندیز ملاتړ کړی.

ذاکر نایک د ۱۹۶۵ کال اکتوبر کې د هند ممبۍ کې چې هغه مهال بمبۍ بلل کېده زېږېدلی او د طب ډاکټر دی. نوموړي ۱۹۹۱ کې د اسلامي څېړنو په نامه خیریه ټولنه تاسیس کړه او د پیس یا سولې ټلویزیون له لارې یې دیني تبلیغ پیل کړ.

پیس ټلویزیون د نړۍ ۱۲۵ هېوادونو کې لیدل کېږي. میلونونه کسان پر خواله رسنۍ فېسبوک د ښاغلي نایک فالورز دي.

ښاغلی نایک له تېرو دریو کلونو راهیسې به مالیزیا کې اوسي او هندي چارواکي چې نوموړی د تورو پیسو په سپینولو او کرکې په خپرولو تورنوي له مالیزیا غواړي چې ذاکر نایک وروسپاري. خو مالیزیا حکومت وايي، په هند کې به د ښاغلي نایک محاکمه شفافه نه وي.