پر مشهور مبلغ ذاکر نایک د تورو پیسو سپينولو تور لګول شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
هندي څارنوالانو ناندریز دیني مبلغ ذاکر نایک د تورو پیسو پر سپینولو تورن کړی دی. پر ښاغلي نایک تور دی چې د ۲۸ میلیونو امریکايي ډالرو شتمني یې په غیر قانوني توګه موندلې ده.
خو ذاکر نایک چې په تبعید کې ژوند کوي، دغه تورونه ردوي.
هندي چارواکي پر نوموړي د کرکې خپرولو او ترهګرۍ ته د لمن وهلو تورونه هم پورې کوي. ښاغلی نایک پر 'پیس ' نومې ټلویزوني چېنل د اسلام سخت دریځې بڼې تبلیغ کوي.
هند کې پر دغه ټلویزیون بندیز لګېدلی، خو اټکلاً په نړۍ کې ۲۰۰ میلیونه کتونکي لري. د پیس ټلویزیون خپرونې له دبۍ خپریږي او د اسلامي څېړنو مرکز یې ملکیت لري چې ښاغلی نایک یې مشري کوي.
ځينې نورو هېوادونو هم پر دغه ټلویزیون بندیز لګولی چې بنګله دېش هم پکې شامل دی. بنګله دېش چارواکي ادعا کوي چې د ۲۰۱۶ کال ډاکې یوې کافې کې د ۲۲ کسانو وژونکي بریدګر له همدې ټلویزیونه الهام اخیستی و.
هند کې د قانون پلي کولو ادارې (اي ډي) چې د مالي فساد څېړنې کوي، د پنجشنبې پر ورځ د ممبۍ یوې محکمې کې د ښاغلي نایک خلاف عریضه کړې.
دوی محکمې ته ویلي، د میلیونونو ډالرو ارزښت داسې شتمني یې معلومه کړې چې د جرم له لارې تر لاسه شوې ده.
دوی دغه راز محکمې ته په عریضه کې ویلي، ''د ښاغلي نایک له اورپکې څرګندونو په الهام اخیستو سره په هند کې ځینې مسلمانو ځوانانو غیر قانوني او ترهګریز فعالیتونه کړي دي. ''
دغې ادارې پر نوموړي له 'مشتبه او مشکوکو ' سرچینو د تر لاسه شویو پیسو استعمالولو تور پورې کړی. خو خپله ښاغلی نایک وايي، له قانوني لارو یې پیسې موندلې دي.
ذاکر نایک څوک دی؟
د دین په تړاو د ښاغلي نایک دریځ له څه مودې راهیسې ناندریز بلل کېده. رپوټونه وايي، د القاعده ګڼ شمېر نیول شویو پلویانو چارواکو ته ویلي چې دغه سړي پرې ډېر اغېز کړی دی.
پر نوموړي ۲۰۱۰ کال کې د 'نه منلو وړ ' رویې له کبله د برتانیا هغه مهال کورنیو چارو وزیرې ترېسا می له لوري چې اوس لومړۍ وزیره ده، دغه هېواد ته د سفر بندیز لګلول شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د ۲۰۱۶ کال جولای کې چې د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې پر 'هولي ارټیشین کافې ' خونړی برید وشو، د ډېرو پام ذاکر نایک ته واوښت.
د بنګله دېشي رسنیو رپوټونو کې هغه وخت ادعا وشوه چې یو بریدګر د ذاکر نایک له ویناوو متاثر و. له هغې پېښې یوه میاشت وروسته بنګله دېش پبر پیس ټلویزیون بندیز ولګاوه.
د ۲۰۱۶ کال نومبر کې د هند ترهګرۍ مخنیوي ادارې د نوموړي خلاف رسمي شکایت وکړ او پرې یې د مذهبي کرکې خپرولو او غیر قانوني فعالیتونو تورونه پورې کړل. ذاکر نایک ۲۰۱۷ کال کې مالیزیا ته ولاړ.








