تنزانیا کې د تیلو د ټانکر په چاودنه کې ۶۰ تنه وژل شوي

د ویډیو تشریح، له درنې چاودنې وروسته ټانکر اور واخیست

د تنزانیا په موراګورو ښار کې د تیلو د ټانکر په چاودنه کې ۶۰ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي. پر خواله رسنیو د پېښې له ځایه خپاره شوي انځورونو کې لیدل کېږي چې د اور لمبې له پراخ ځایه تاوې شوي او د خلکو جسدونه پر ځمکه پراته دي.

راپورونه وايي، خلک له ټانکر څخه د تېلو پر وړلو بوخت وو چې چاودنه شوې ده. موراګورو ښار د دارالسلام له بندره ۲۰۰ کيلومتره لوېديځ لور ته پروت دی.

موراګورو ښار د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد له اړخه د دغه هېواد تر ټولو مهم ښار دی. داسې اندېښنې شته چې ښايي د پېښې له امله د مړو شمېر زیات شي.

د رویټرز خبري اژانس د یوه عیني شاهد چې ډینیال نګوګو نومېږي په نقل وايي:

Crowds near the scene of the explosion

د عکس سرچینه، Reuters

"حالت خراب دي. ډېر خلک مړه شوي، دا یو بوخت ځای دی، دلته ان هغه څوک چې د تیلو غلا یې نه هم کوله وژل شوي."

خبریالان وايي چې دا ډول ناورینونه د افریقا یو شمېر برخو کې ډیر پېښېږي چېرې چې ځینې خلک لېوال دي ان د ټانکرونو او پایپ لاینونو څخه د تیلو ایستلو لپاره لوی لوی خطرونه په ځان ومني.

تیره میاشت د نایجریا په شمالي بینیو ایالت کې ۴۵ کسان هغه مهال ووژل شول کله چې د تیلو بار وړونکی ټانکر وچاودېد.