تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پیشو ته ډوډۍ ورکولو له امله امریکایۍ ښځه زنداني کېږي
په امریکا کې یوه ۷۹ کلنه ښځه کوڅه ډبو پیشوګانو ته د ډوډۍ ورکولو له کبله لس ورځې زنداني کېږي.
له ۲۰۱۵ کال راهیسې، د اغلې نانسي سیګولا ګاونډیانو چارواکو ته د بې څښتنه پیشوګانو په اړه شکایتونه کول.
محکمې امر وکړ چې اغلې سیګولا دې د اګست پر ۱۱مه بندي شي.
پولیسو په تېرو څلورو میاشتو کې څلور ځلې د هغې نوم اخیستی. د هغې ګاونډیانو د هغې په ملکیت کې د پیشوګانو د ګرځېدو په اړه شکایتونه کول.
د بند لامل څه و؟
د کلیولېنډ اړوند ګارفیلنډ هېټس د پولیسو پربنسټ، د اغلې سیګولا پرضد حقوقي دعوه په ۲۰۱۵ کال وروسته تر هغه پیل شوه، چې ګاونډیانو یې د حیواناتو ساتنې له سیمه ییزې ادارې سره اړیکه ونیوه.
تېره اونۍ د محکمې استماعیه ناسته کې سيګولا قاضي ته ومنله چې لاهم پیشوګانې مړوي چې همدا یې د ۱۰ ورځني بند لامل وګرځېد.
اغلې سیګولا هېڅکله د پولیسو له خوا نه ده نیول شوې او نه هم د حیواناتو ساتنې ادارې ورغوښتې ده.
'له پیشو سره مینه لرم'
سیګولا کلېولانډ ټکي کام وېبپاڼې ته د سې شنبې په ورځ وویل، له دې سره شپږ تر اتو د منځني عمر پیشوګانې او پیشونګوري دي:
دغه ښځه وايي پیشوګانې یوه پخواني ګاونډي هلته پرېښې دي: ''زه له پیشو سره مینه لرم. خپل پیشونګوري مې یادېږي، دوی مړه شوي، زما مېره هم مړ شوی. زه یواځې یم. نو بهر کې پیشوګانې او پیشونګوري مرسته راسره کوي."
"پیشوګانې زما کور ته ځي راځي، زه ښه احساس نه لرم، نو بیا دوی ته د خوراک لپاره یوڅه ورکوم."
هغې فاکس ۸ ته ویلي، داسې نه انګېري چې ګني دا سزا دې د هغې له جرم سره سر وخوري، ځکه چې لا له وړاندې یې تر ۲۰۰۰ ډالرو ډېره جریمه شوې ده:
"دا د هغه څه مقابل کې چې زه یې کوم، ډېره سزا ده. حال دا چې بهر کې ډېر خلک شته چې ناوړه کارونه کوي."
د هغې زوی ډېو پاولوسکي ویلي: "پر هغه څه مې باور نه کاوه چې مور مې راته ویل، چې لس ورځې به بندي کېږي، هېڅ باور مې نه کېږي."
د اغلې سیګولا له ملکیته ۲۲ پیشوګانې ایستل شوې دي.
دا هم د لوستلو دي: