تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پیشو خولې لګولو د یوه سړي ژوند واخیست
د برتانیا روغتیايي سرچینې وايي، په مراکش کې پر یوه برتانوي وګړي د رخصتیو تېرولو پرمهال پیشو خوله لګولې ده، چې همدا یې د مړینې لامل شوی.
په انګلستان کې د عامې ورغتیا چارواکو ویلي، قرباني شوی وګړی د پیشو له خولې لګولو وروسته په هایډروفوبیا یا له اوبو د وېرې په ناروغۍ اخته شوی.
برتانیا له پېښې وروسته مسافرو ته خبرداری ورکړی په هغو هېوادونو کې چې دا ناروغي خپره شوې، څارویو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.
په برتانیا کې ټول حیوانات ازمویل شوي او د هایډروفوبیا ناروغي ترې ایستل شوې ده، خو له ۲۰۰۰ تر ۲۰۱۷ کال پورې پنځه برتانویان بهر کې له حیواناتو سره د نژدې کېدو له کبله په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
خو برتانیا کې ځینې اسمان څکلکي دې ته ورته یو ډول ویروس لري.
د دغې تازه مړینې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
هایډروفوبیا یو ډول ساري ویروس دی چې دماغ او د عصبي سیستم منځ ته ننوځي. دا ناروغي د چیچلو، خوله لګولو او د حیواناتو د خارښ له لارې لېږدول کېږي.
تر اوسه د انسانانو ترمنځ د دې ناروغۍ د لېږد په اړه باوري حالتونه نه دي په ډاګه شوي.
دا ډول ناروغي په اسیا او افریقا کې ډېره ده.
برتانیا کې د عامې روغتیا یوې چارواکې ماري رامزای ویلي: "که کوم حیوان وچیچلئ یا یې خوله درباندې ولګوله، باید ټپ او هغه برخه چې له حیوان سره لګېدلې ده ډېر ځله په صابون او اوبو ومینځئ او ژر تر ژره ډاکټر ته ولاړ شئ."
تر دې پېښې وړاندې په ۲۰۱۲ کال برتانیا کې یوه ورته پېښه ثبت شوې ده، چې یو برتانوی په سوېلي اسیا کې یوه سپي داړلی و.
په ۲۰۱۶ کال جاپان کې یوه ښځه د منګوړ (یوډول حشره چې د حیواناتو وینه زبیښي) د چیچلو له کبله او د یوې ناروغې پیشو د خولې لګولو له کبله مړه شوه. د جاپان د روغتیا وزارت وايي، دا لومړی ځل دی چې د تي لرونکو نامضرو څارویو له لارې انسان ته د ویروس لېږدېدو له کبله ښځه مري.