د سپي او پیشو مینې خلک حیران کړي

سپی او پیشو (هېنري او بلو) ښه ملګري دي.

دوی ډېرې ګډې ځانګړنې لري، هغوی دواړه بې کوره وو، دواړه ژغورل شوي دي او اوس دواړه یو له بل سره په ډېره مینه ژوند کوي.

هغه څه چې د دوی ستایونکو ته ډېر په زړه پورې دي، هغه دا چې دا سپی او پیشو په ډيره مینه یو ځای سره اوسي.

هغه اینستاګرام وېبپاڼه په لکونو څارن لري چې د دوی انځورونه پر خپرېږي.

د دوی څېښتن او مېرمن اندرې سبلسکي او سینتیا بینیټ ته د دغه سپي او پیشو شهرت افسانوي شوی دی.

دا جوړه تل پلی مزل کوي، یوه ورځ يې یو سپی د ژغورنې مرکز کې موندلی او کور ته یې را وړی.

سینتیا وايي کله چې سپي ته نږدې شوه، نو هغه ور ته راغی.

اندرې وايي، دوی پوه شول چې کور ته ور سره تلل غواړي.

"ما داسې فکر کاوه چې موږ یې خوښ کړي یو."

کال وروسته سینتیا وپوهېدله چې د هېنري ډېر انځورونه یې پر خواله رسنیو خپاره کړي، ځکه یې بیا ده ته ځانګړی ګڼون یا ایکاونټ جوړ کړ.

په دریو کلونو کې د هغه دغه ګڼون دېرش زره څارن موندلي او شمېر یې هغه وخت زیات شو چې بلو یې ومونده.

سینتیا وايي، کله به چې دوی کور نه و، هېنري به ډېر خپه وه

"نه به یې څه خوړل او نه څښل، ځکه مو ده ته د ملګري پیدا کولو هڅه وکړه. "

له میاشتو میاشتو هڅو وروسته د هېنري په څېر بلو هم ژغورندویه مرکز کې پیدا کوي.

کله چې دواړه سره ویني سملاسي ملګري کېږي.

اندرې وايي، که غواړي بلو ارامه کېني، نو د هېنري سره نږدې یې کېنوي او هغه مهال ډېره ارامه ویدېږي هم.

سینتیا وايي بلو فکر کوي چې هېنري یې مور ده.

"بلو فکر کوي چې خپله هم سپی دی."

د هغې په خبره، که بهر کوم سپی وګوري، سملاسي منډې وهي او ځان هېنري ته رسوي:

"خو که پشه وویني داسې ښيي چې څه یې لیدلي نه دي."

خواله رسنو کې د هېنري او بلو هغه انځورونه ډېر خپاره شوي چې بلو یې پر سر کېنولې یا ور سره منډې وهي.

سینتیا وايي، د دغو ژویو له برکته دوی ډېر مشهور شوي او دې چارې د دوی کورنۍ حیرانه کړې ده.

پیشو او سپی د اندرې او سینتیا خوشالي هم ډېره کړې ده.