پاکستان کې پر کورونو د پوځي الوتکې لوېدو ۱۸ کسان وژلي

د پاکستان راولپنډۍ کې د سې شنبې په شپه یوه کوچنۍ پوځي الوتکه د استوګنې پر کورونو لوېدلې ده چې د پنځو پوځيانو په ګډون لږترلږه ۱۸ کسان په کې وژل شوي دي.

په وژل شویو کې ۱۷ ولسي وګړي دي او ۱۲ نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اطلاعاتو څانګې ویلي، دا کوچنۍ پوځي الوتکه له معمول سره سمه د روزنې لپاره الوتلې وه، چې د راولپنډۍ د "موهړه کالو" سیمې پر سر د چورلېدو پرمهال ولوېده.

دا کېنګ ایر ۳۵۰ ډوله الوتکه د شپې شاوخوا دوې بجې رالوېدلې ده، چې پنځه پوځيان په کې سپاره وو.

د الوتکې د لوېدو له کبله ځینو ځایونو کې اور هم لګېدلی دی.

ویل کېږي په وژل شویو ولسي وګړو کې اوه ښځې او یو ماشوم هم دی.

له پېښې وروسته د پاکستان پوځ او ژغورندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي.

په پېښه کې ټپیان د کمباینډ پوځي روغتون ته لېږدول شوي.

وړاندې د پاکستان د ژغورنې ادارې بي بي سي ته ویلي وو، الوتکه د راولپنډۍ استوګنیځې "بحریه ټاون" مېنې په اووم فېز کې لوېدلې ده، چې شپږو استوګنیځو ځایونو ته یې سخت زیان اړولی دی.

پر خواله رسنیو له پېښې وروسته د #BahriaTown او #planecrash هشټګونه ډېر لاس په لاس شوي او د ټپیانو او د پېښې د ځای بېلابېل انځورونه او وېډیوګانې خپرې شوې دي.

ځینو خلکو د الوتکې د اور اخیستو انځورونه هم خپاره کړي.

د ۲۰۱۲ کال د اپرېل میاشتې پر ۲۰مه هم د یوه خصوصي شرکت (بهوجا اېیر) مسافر وړونکې الوتکه له کراچۍ نه اسلام اباد ته روانه وه چې راولپنډۍ کې د حسین اباد پر کلي ولوېده او ۱۲۷ کسان په کې ووژل شول، خو پر ځمکه یې هېچا ته زیان وانه ړاوه.