''د اسراييلو الوتکه پاکستان ته نه ده راغلې''

    • Author, طاهر عمران
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

اسلام اباد ته د یوې اسراییلۍ الوتکې د تلو رپوټونو پاکستان کې پر خواله رسنیو ناندریز بحثونه راپورته کړي.

بل لور ته د پاکستان هوايي چلند ادارې په یوه خبر پاڼه کې په کلکه هغه خبر رد کړی، چې ګواکې له اسراییلو کومه الوتکه پاکستان ته تللې.

د طلعت حسین په شمول یو شمېر مشهورو پاکستاني خبریالانو هم په دې اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

له دې مخکې د پاکستان یوه پخواني وزیر احسن اقبال له (حکومته وغوښتل) چې سملاسي باید د رښتیني حالت سپیناوی وکړي، خو په ځواب کې یې د اطلاعاتو پاکستاني وزیر فواد چودري پر ټویټر پاڼه ولیکل:

'' رښتینی حالت دا دی، چې نه خو عمران خان نواز شریف ته ورته دی او نه یې په کابینه کې ستاسې په شان جعلي ارسطو شته، موږ نه له مودي سره پټې خبرې کوو او نه هم اسرایلو سره.

که تاسې پاکستان ته دومره اندېښمن یاست، چې تظاهر یې کوئ، پاکستان به دې حالت ته نه رسېده، جعلي اندېښنه مه کوئ، پاکستان په خوندي لاسونو کې دی! ''

البته دغه ټولې ناندرۍ د اسراییلۍ ورځپاڼې هاریټز مسوول مدیر ایوي شراف یوه ټویټر پیغام ته رسېږي. دغه ټویټر پیغام د اکتوبر پر ۲۵ مه خپور شوی و.

معلومات ښيي، چې یوه الوتکه پاکستان ته تللې او لس ساعته وروسته پر راډار دویم ځل څرګنده شوې ده. د الوتنو څارونکې ویبپاڼه فلایټ راډار هم اسلام اباد ته د دغې الوتکې تګ او ستنېدل ثابتوي.

پاکستان او اسراییل خپلمنځي دیپلوماتیک اړیکي نه لري او له دې کبله دواړه هېوادونو کې ثبت شوې الوتکې د دواړو هېوادونو تر منځ الوت هم نه شي کولای.

له همدې کبله له اسراییلو د هند ډیلي یا امرتسر ته تلونکې الوتکې د چین هوايي حدود یا د عرب سمندر له لارې سفر کوي.

خو هغه الوتکه چې اسلام اباد ته یې د تلو خبره یې کېږي، کاناډا کې بمبارډیئر کمپنۍ چمتو کړې او د ۲۰۱۷ کال له فبرورۍ راهیسې د برتیانیا کورواکي سیمې ایل اف مین کې ثبت شوې ده.

له دې مخکې دغه الوتکه الجزایر کې ثبت شوې وه.

اسراییلي خبریال ایوي شراف راته وویل، چې دغه الوتکه د اکتوبر پر ۲۴ اسلام اباد ته سفر کړی، خو د نوموړي په خبره د الوتکې پیلوټ (چالاکي) کړې.

نوموړی وايي الوتکه لومړی له اسراییلو د اردن پلازمېنې عمان ملکه عالیه هوايي ډګر ته تللې، هلته د پنځو دقیقو لپاره تم شوې او وروسته اسلام اباد ته تللې.

دغسې رسماً دا الوتکه لومړی د اسراییلو پلازمېنې تل ابیب او عمان تر منځ الوتنه شوه او وروسته بیا د عمان او اسلام اباد تر منځ الوتنه وبلل شوه.

د سفر لوري له بدلون سره د الوتکو الوت کوډ شمېرې هم بدلېږي، چې بیا پیلوټان له هغو شمېرو سره د هوايي ډګرونو له کنټرول برجونو سره اړیکه نیسي او ځان ورپېژني.

دغه الوتکه چې اسراییل کې نه ده ثبت شوې، د همدې کوچنۍ ځېرکتیا له کبله د عمان او اسلام اباد تر منځ په یوه عادي الوتنه بدله شوه.

ایوي شراف پر خپله ټویټر پاڼه د یوې بلې دغه ډول الوتنې ثبوت هم وړاندې کړی دی، چې له ابو ظهبي نه تل ابیب ته د سعودي عرب له هوايي حدوده تېره شوه، خو لومړی عمان ته لاړه او له هغه ځایه له نوي کوډ سره والوته.

که څه هم په تخنیکي توګه دغه الوتنه اسراییلي نه بلل کېږي، خو هغه پوښتنې بیا هم پر خپل ځای پاتې دي، چې دغه الوتکه کې پاکستان ته کومو کسانو سفر کړی او د سفر هدف یې څه و؟ یا دا چې د سیمې له ستراتېژیک او سیاسي حالت سره یې څه ډول تړاو درلود؟

ګنګوسې ډېرې دي او د رښتینولي په تړاو یې هېڅ ډول ثبت نه شته. هڅه مو وکړه د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چودري په دې تړاو راته څه ووايي، خو د هغه له لوري مو هېڅ ځواب تر لاسه نه کړ.