هند کې د پړانګانو نفوس بېرته په ډېرېدو دی

پړانګ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، هند د نړۍ ۷۰ سلنه پړانګانو مېشت ځای دی

وروستۍ شمېرې ښيي چې هند اوس د څلور کاله پخوا پرتله د درې برابره ډېرو یانې د ۳۰۰۰ پړانګانو کور دی. لومړي وزیر نرېندرا مودي د دوشنبې پر ورځ د هندي پړانګانو نوي شمېر وړاندې کولو پر مهال وویل، مخکې یې شمېر څه باندې ۲۲۰۰ وو، خو اوس دا شمېر څه کم درې زره پړانګانو ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړه:

''هند اوس په نړۍ کې د پړانګانو لپاره تر ټولو لوی او خوندي کور دی. ''

د اټکل له مخې ویل کېږي چې هند کې دا مهال د ټولې نړۍ اویا سلنه پړانګان ژوند کوي. هندیان له هرو څلورو کلونو وروسته خپل پړانګان شمېرې او دې بهیر کې د ځنګلونو ساتنې ګڼ کارکوونکي او ساینسپوهان په نژدې نیم میلیون کیلومتره پراخه ساحه کې ژوندي پړانګان معلوموي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

ښاغلی مودي وايي، د پړانګانو وروستی شمېر به ( هر هندی خوشحال کړي.) خبریالان وايي، د پړانګانو شمېر ډېرېدو ته د لویې بریا په نظر کتل کېږي، ځکه اټکلونه ښيي هند کې یوازې د ۱۸۷۵ او ۱۹۲۵ کلونو تر منځ نژدې ۸۰ زره پړانګان وژل شوي وو.

پخوانو چارواکو، نوابانو او شتمنو به له بېلا بېلو لارو د انعام او یا ښکار لپاره هندي پړانګان وژل چې له ۱۹۶۰ کلونو راوروسته یې شمېر په کمېدو شو.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

خو وروسته د پړانګانو پر شمېر د بندیزونو تر څنګ په کلیوالو سیمو کې د عامه پوهاوي له حکومتي پروګرامونو سره د پړانګانو ژغورنې برخه کې پام وړ بریا رامنځته شوه. ۱۹۷۲ کال کې د وحشي ژویو پر نیولو او وژلو کلک بندیز او د ځنګلونو ساتونکو له شمېر ډېرېدو وروسته دې برخه کې نور پرمختګ هم وشو او له ۲۰۰۶ کال راهیسې د پړانګانو شمېر برخه کې مثبتې پایلې په څرګندېدو شوې.

پړانګان

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د دې تر څنګ په هند کې پر انسانانو او پړانګانو تر منځ د مخامختیا پېښې هم ډېرې شوې، چې د کارپوهانو په وینا وجه یې په هند کې د ځنګلي ساحو لږوالی دی چې د پړانګانو ازادانه ګرځېدو، راګرځېدو ته ښايي بسنه نه کوي.

له همدې امله کله نا کله دغه پړانګان په خوړو پسې له ځنګلونو بهر وځي او د نژدې سیمو له اوسېدونکو انسانانو سره مخامخېږي.