ورځپاڼې: طالبان افغان جګړه کې ځان برلاسی بولي

د عکس سرچینه، AFP
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې بيجېنگ کې د افغان سولې په تړاو د امريکا، روسيې، چين او پاکستان استازو ناستې ته په اشاره ليکلي چې پاکستان له امريکا، روسيې او چين سره په گډه پر اورپکو غږ وکړ چې اوربند او د ورځپاڼې په وينا کابل سره خبرو اترو ته هو ووايي.
ورځپاڼه وايي دا ناسته په داسې مهال کې شوې چې امريکا د ځواکونو د اېستنې په اړه طالبانو سره هوکړې ته لا نژدې شوې.
ورځپاڼه وايي گډونوالو غوښتنه وکړه څومره ژر چې شونې وي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت، نورو افغانانو او طالبانو ترمنځ دې مخامخ خبرې وشي.
ورځپاڼه وايي طالبانو په دې باور چې گواکې برلاسي دي له افغان حکومت سره چې په نړيواله کچه په رسميت پېژندل شوى، له خبرو اترو او د خپلو مرگونو بريدونو له لاس پر سر کېدو ډډه کړې.
نيويارک ټايمز د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال جنرال خوشحال سادات په تړاو مطلب خپور کړى چې سرليک يې دى "ځوان افغان جنرال د جگړې امريکايي طرز يا بڼې په پلي کولو پوليسو کې د سمون راوستو هڅه کوي."

د عکس سرچینه، @US4AfghanPeace
ورځپاڼه وايي جنرال سادات له جگړييز او سياسي پلوه په حياتي يا خورا مهم وخت کې د افغان پوليسو قومنده په غاړه واخيسته. نوموړي ورځپاڼې ته ويلي د دوى مشرتابه بد و او دى اړ و چې وينه بهېدنه ودروي.
ورځپاڼه وايي دغه ٣٥ کلن جنرال د مالومات ورکولو داسې لارې چارې دود کړي چې د عصري تکنالوژۍ له لارې کېږي او داسې برېښي چې دا مخامخ د امريکا له پوځي کړنلارې اخيستل شوې پاڼه ده. دليل يې داد دى چې دا له کوردننه روزل شويو لومړنيو افغان جنرالانو دى چې افغانستان کې امريکايي روزنيز پروگرامونو کې يې زده کړې کړي دي.

د عکس سرچینه، GEN. KHOSHAL SADAT
د ورځپاڼې په وينا نوموړي د پوليسو تر ټولو لوړ پوړى مشر دى او په خپله نوې دنده کې سخت څارل کېږي چې ايا کولى شي پوليس ځواک کې بدلون راولي او يا د فساد او خپلوۍ پالنې قرباني کېږي چې افغان حکومت کې يې ژورې جرړې غځولې.
بريتانوۍ اندېپنډېنټ ورځپاڼې پرون په ننگرهار کې د يوۀ واده پرمهال شوي ځانمرگي بريد ته په اشاره وايي د دغه بريد پړه لا چا نه ده منلې. خو په دې وروستيو کلونو کې د ننگرهار په مرکزي ښار جلال آباد کې اسلامي دولت نومې ډلې پر ښوونځيو، دولتي ودانيو او مرستندويو ادارو يو لړ ځانمرگي بريدونه کړي. په دغه بريد کې شا وخوا نهه تنه وژل شوي او ٤٠ تنه نور ژوبل شوي دي.
خليج ټايمز ورځپاڼه وايي يوه ښځه په عربي اماراتو کې وروسته له هغه محاکمې ته کېکاږل شوه چې پر خپل ميړه د نامشروع اړيکو لرلو په شک يې د دۀ له رضايت پرته يې ورته گرځنده ټيليفونو ولټوۀ او بيا ځينې پيغامونه يې خپل ټيليفون ته واړول.
ښځې پر خپل عمل اقرار کړى خو خپل مېړه يې هم له يوې ښځې سره په نامشروع اړيکو لرلو تورن کړى. څارنوال ويلي چې دې ښځې د خپل مېړه شخصي حريم نقض کړى او بايد سزا ورکړل شي.
خو د هغې مدافع وکيل ويلي ميړه يې ورته د ټيليفون د کتلو وړانديز کړى و خو هغې اول کې نه وه منلې خو وروسته يې چې مېړه ته ډېر ټيليفونونه راتلل شک يې ډېر شو او اړ شوه چې ټيليفون يې ورته ولټوي.









