خلیلزاد: له بین الافغاني خبرو پیلېدو سره سم باید دایمي اوربند پیل شي

د عکس سرچینه، U.S. SPECIAL REPRESENTATIVE ZALMAY KHALILZAD
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغان سولې په تړاو چین کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو هوکړه کړې چې طالبان، افغان حکومت او نور افغانان ژر بین الافغاني خبرې پيل کړي.
بیجینګ کې جوړه شوې غونډه کې چې د تېر اپریل مسکو درې اړخیزې ناستې لړۍ ده، د امریکا چین، روسیې او پاکستان استازو ګډون کړی و، چې د خلیلزاد په وینا، په دې ناسته کې د تاوتریخوالي پر کمېدا او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر مخامخ خبرو ټینګار شوی.
زلمي خلیلزاد په دې ناسته کې د شوې هوکړې په تړاو پر خپل ټویټر لیکلي:
"موږ موافقه وکړه چې د طالبانو، افغان حکومت، او نورو افغانانو تر منځ بین الافغاني مذاکرات باید سمدستي پیل شي؛ دا مذاکرات باید ژر تر ژره د سولې یو چوکاټ وړاندې کړي او د راتلونکې لپاره یو داسې همه شموله سیاسي طرح وړاندې کړي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي".
زلمی خلیلزاد په خپل ټویټ کې وايي، ګډونوال سره سلا شول چې اړتیا ده تاوتریخوالی همدا اوس کم او یو اړخیز او تلپاتې اوربند د افغانانو له خپلمنځیو خبرو سره یوځای پیل شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
بیجینګ کې جوړه شوې دغه ناسته د مسکو د درې اړخیزې غونډې دوام و، چې په تېره اپرېل میاشت کې جوړه شوې وه.
خو له پخوانۍ ناستې سره ددې غونډې توپیر په دې کې و چې وروسته د پاکتسان استازی هم په کې شریک شو.
ددغو څلورو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د سلا مشورو بهیر به روان ساتي او د درې اړخیزې ناستې پر بنسټ چې تېره اپرېل میاشت مسکو کې ورباندې هوکړه شوې، نورو مهمو غاړو ته به هم راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکول کېږي.
خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي: "پرون مو د چین او روسیې سره د افغانستان د سولې په اړه درې اړخیزه غونډه لرله. په دې غونډه کې پاکستان هم د څه وخت لپاره ګډون وکړ".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2










