د کابل ۱۱ حوزو مشران له دندو ګوښه؛ نوي وګمارل شول

د عکس سرچینه، Gen. Khoshal Sadat
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل د ۱۱ امنیتي حوزو مشران له دندو ګوښه کړي دي.
دې وزارت ددوی پرځای نوي امران ګمارلي دي.
د کورنیو چارو وزارت وزارت امنیتي معاون جنرال خوشحال سادات په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د کابل ښار وضعیت د منلو وړ نه دی او د حوزو مشرانو خپلې دندې په مسلکي ډول نه دي ترسره کړې.
ښاغلي سادات چې په دې ورستیو کې په دې دنده ګمارل شوی خبرداری ورکړی، که د حوزو نوي ګمارل شوي امرین د کابل اوسنی وضعیت بدل نه کړي، دوی به هم له دندو ګوښه شي.
"د غوره مدیریت او د خلکو د لاخوندیتوب لپاره مې نن د کابل د 11 حوزو امرین تغیر او په ځای نوي امرین وګمارل. دوی درې میاشتې وخت لري چې وضعیت بهتره او د جرمونو کچه را ټیټه کړي".
نوموړي لیکلي چې د خلکو امنیت د دوی لومړیتوب دی.
څه موده وړاندې د افغانستان کورنیو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره د کابل امنیتي حوزو مشران د ازموینې او سیالۍ له لارې وټاکل.
له هغې وړاندې د کابل د امنیتي حوزو امران د شخصي اړیکو پر بنسټ او د یو شمېر سیاسي مشرانو او د کورنیو چارو وزارت د لوړ پوړو چارواکو په سپارښتنه ګومارل کېدل.








