شینجیانګ کې 'چارواکي مسلمان ماشومان له کورنیو بېلوي'
بي بي سي داسې هېښوونکي شواهد موندلي دي چې ښيي د چین په شينجیانګ سیمه کې له مسلمانو کورنیو د هغوی اولادونه بېلوي او په دولتي ښوونځیو کې یې ساتي.
رسمي اسناد ښيي چې په ډېر شمېر لیلیه لروونکي ښوونځي جوړ شوي دي او تر دوو کلنو مسلمان ماشومان پکې ساتل کېږي.
د چین پر حکومت نیوکه کوونکي وايي، دا قصدي پالیسي ده چې ایغور لږکي یا اقلیت توکمه په نښه کوي. هدف یې دا دی چې دوی له خپلو خلکو جلا کړي.
رسمی اسناد ښيي زرګونه ایغور مسلمان ماشومان په داسې لیلیه لرونکو لویو ښوونځیو کې له کورنیو، خپلې ژبې او عقیدې جلا ساتل کېږي چې کنټرول یې له حکومت سره دی. دې کې د وړکتون د عمر ماشومان هم شامل دي.

د ایغور توکمو سلګونه زره نارینه هم په داسې کمپونو کې ساتل کېږي چې بیجینګ چارواکي ادعا کوي د سخت دریځۍ مخنیوي لپاره روزنیز مرکزونه دي، خو ثبوتونه ښيي دې کمپونو کې ډېری داسې کسان ساتل شوي چې یا یې پر خپله دیني عقیده عمل کړی او یا یې د ترکیې په څېر ځینې بهرنیو هېوادونو کې اړیکي درلودل.
بي بي سي دغه ثبوتونه له هغو اسنادو معلوم کړي چې عامه لاسرسی ورته شته او دغه راز له چینه بهر لسګونو کسانو سره دې لړ کې مرکې شوې دي.
اسناد ښيي چې یوازې په یوه کوچني ښارګوټي کې د نژدې ۴۰۰ ماشومانو مور او پلار دواړه یا زندانونو کې دي او یا هم دغو کمپونو کې شپې ورځې تېروي.
ثبوتونه ښيي د شینجیانګ لویانو هویت بدلولو د هڅو تر څنګ داسې سیستماتیک کمپاین هم شوی چې له خپلو جرړو سره د ځايي ماشومانو تړاو له منځه یوړل شي.
شینجیانګ کې د چین حکومت کلک څار او کنټرول له کبله د دغې موضوع په تړاو ثبوتونه موندل ناشوني دي، خو ترکيه کې بیا دا اسانه چاره ده.

د ترکیې استانبول په یوه پراخ سالون کې داسې سلګونه کسان لیدل کېږي چې په دې اړه خپلې کیسې لري. دلته یوه مور د دریو نجونو یوه تصویر ته په اشارې سره وايي:
''نه پوهېږم څوک یې پالي او پام پرې کوي، هیڅ رابطه ورسره نه لرو. ''
یوې بلې مور اوښکې پاکولې او د دریو زامنو او یوې لور تصویر یې لاسونو کې نیولی و:
''اورېدلي مو دي چې دوی یې د یتمیمانو کوم پالنځي ته لېږدولي دي. ''
په داسې ۶۰ نورو مرکو کې چې غم، غوسه او ژړاوې ورسره ملې وي، مېندو پلرونو په شینجیانګ کې د نژدې ۱۰۰ ماشومانو بې درکۍ حال ویلي.

هلته ترکیه کې د شینجیانګ داسې زرګونه ایغور توکمه مسلمانان اوسي چې د مذهبي او ژبنیز تړاو له کبله د زده کړو، کورنیو اړیکو او یا کاروبار لپاره تللي دي او یا د اولادونو زېږد په تړاو د چین له پالیسۍ هلته تښتېدلي دي، خو له تېرو دریو کلونو راهیسې چې د چین ایغور مسلمانان دغو کمپونو کې د ساتلو لړۍ پیل شوې، دغه کسان همالته ترکیې کې ایسار پاتې دي.
چینايي چارواکي بیا ادعا کوي چې ایغور مسلمانانو ته یې د مذهبي تاو تریخوالي او سخت دریځۍ سره د مبارزې لپاره په 'مسلکي روزنیزو مرکزونو ' کې زده کړې ورکړې.
په حکومتي پروپاګند کې ویل کېږي چې لیله لرونکي ښوونځي ګټور دی او د دې ښوونځیو په مرسته ټولنه کې د سولې او ټیکاو راوستل شوني دي، ځکه دا ښوونځي د مور او پلار ځای نیسي، خو
جرمن څېړونکی ډاکټر ادریان زینز چې په شنجیانګ کې یې د مسلمانانو توقیف موضوع برالا کړې وايي، د دې ښوونځیو هدف بل دی. نوموړی وايي، دغه ښوونځي له یوه مخه د لږکیو کلتور بدلون لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کوي.









