له ښځې پټ شوی مېړه پر ټک ټاک اپ وموندل شو

د عکس سرچینه، Getty Images
وروسته له دې چې یې پر ټک ټاک (Tik Tok) اپ ولید، هندۍ ښځه له خپل مېړه سره تر درې کلن بېلتون وروسته یوځای شوه.
د هند پولیس وايي چې سړی په ۲۰۱۶ کال کې تښتېدلی و او ترهغه وروسته یې له یوې نرښځۍ سره اړیکي درلودې.
د سړي د مېرمنې یوې خپلوانې لومړی د ده یوه ویډیو له یوې نرښځۍ سره لېدلې وه چې ترهغه وروسته د پولیسو لټون پیل شو.
پولیس وايي دوی اوس د ښځې او مېړه ترمنځ جوړجاړی کړی او بېرته سره یوځای شوي.
پولیسو سړی چې سوریش نومېږي د تامېل نادو ایالت هوسور ښار کې وموند چې له وېلاپورم ولسوالۍ چې ښځه یې پکې ژوند کوي ۲۰۰ کیلومتره لېرې دی.
پولیسو د بي بي سي تامېل څانګې ته ویلي"موږ په دغې ولسوالۍ کې د نرښځیانو له ټولنې سره تماس ونیوه چې هغوی له موږ سره مرسته وکړه په عکس کې نرښځۍ وپېژنو."
تر دې وړاندې یې مېرمنې پولیسو ته د هغه د ورکېدا رپوټ ورکړی و. دا کار یې تر ورکېدو سملاسي وروسته کړی و خو پولیس هغه مهال بریالي نشول سړی ومومي.
ټک ټاک چې د ویډیوګانو د جوړولو او خپرولو اپ دی په هند کې ډېر عام شوی.
دغه اپ په هند کې تر ۱۲۰ میلیون ډېر کاروونکي لري خو ځینې کسان پر دې پرې نیوکه کوي چې نامناسب مواد پرې خپرېږي.
سږ اپرېل میاشت کې د تامېل نادو یوې محکمې په اپ سټور کې د ټک ټاک د بندولو حکم ورکړ، ځکه د دوی په وینا پورنوګرافي (جنسي بربنډ محتویات) پرې خپرېږي.
خو بندیز یوه اوونۍ وروسته لېرې کړای شو.








