'له اپ سټور د ایراني اپلیکېشنونو لیرې کول'

اپل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اپل د خپل وروستي اخیستل شوي ګام په اړه څه نه دي ویلي

له ایران نه رپوټونه وايي، اپل شرکت له 'اپ سټور' نه په ایران کې د جوړو شويو اپلېکېشنونو (کاریالونو) لیرې کولو هوډ کړی.

اپل په تېره سپټمبر میاشت کې اپ سټور د ایرانیانو پرمخ پرانیست او داسې اټکل و چې ورو - ورو به ځینې بندیزونه لیرې کړي.

د 'ټکر' په نامه یوې وېبپاڼې، چې د اپلېکېشنونو او ټکنالوژۍ په برخه کې ایران کې ارزونه کوي، پخپل راپور کې ویلي، څو ورځې وړاندې له اپ سټور نه د ایران تر ټولو د انټرنېټټي خرڅلاو لوی اپلېکېشن 'دیجي کالا' هم لیرې کړی و.

اپ سټور په رسمي توګه په ایران کې فعالیت نه لري، خو ګڼ شرکتونه خپل کاریالونه پکې له ایرانه بهر ثبتوي.

'دیجي کالا' د بټرفلای سیستم له لارې پیسې ورکوي چې په بشپړ ډول له نړیوال سیستم نه جلا دی او هېڅ راکړه ورکړه وسره نه لري.

نو ښکاري چې فعالیت یې د اپل له شرطونو او اصولو سره په ټکر کې نه دی.

اپل د خپل وروستي اخیستل شوي ګام په اړه څه نه دي ویلي، خو د ټکراسا په وینا، هغه شرکتونه چې دا مهال خپل اپلېکېشنونه اپلوډوي، له یوه داسې پیغام سره مخامخېږي، چې په یوه برخه کې ایراني اپلېکېشنونه نه شي منلای.