ورځپاڼې: پاکستانیان کرېکټ کې د هند د بریا دعاوې کوي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

گلف نيوز ورځپاڼې دې ته کتنه کړې چې د انگلستان او هند راتلونکې کرېکټ لوبه کې به ولې پاکستانيان د هند ملاتړ کوي.

ورځپاڼه وايي د هند او پاکستان په خپلمنځيو لوبو کې دواړو لپاره برى د جشنونو او لمانځنو لامل کېږي او ماته بيا له ملي ناورين سره برابره ده.

او داسې ډېر نه پېښېږي چې د پاکستان د کرېکټ لوبډلې سر پرېکړې مينوال دې د هند په ملاتړ خپل غږ پورته کړي.

خو راتلونکې دوشنبه ښايي حالت بدل وي، ځکه که هند انگلستان مات کړي نو پاکستان لپاره د نړيوالو اتلوليو نيمه پايلوبو ته لار هوارېږي.

نو ځکه د پاکستان د کرېکټ لوبډلې مينه وال به دعا کوي چې د دوى لوى رقيب يا سيال انگلستان مات کړي.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې پاکستان کې د هغه هېواد له چارواکو سره د افغان ولسمشر د کتنو په تړاو يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼې د ځينو سرچينو په وينا چې د تړلو دروازو تر شاه د ولسمشر غني او لومړي وزير عمران د ناستې په تړاو مالومات لرل ليکلي چې ولسمشر غني تېره ورځ ښاغلي خان سره په خبرو کې له نوموړي وغوښتل چې د طالبانو او حکومت د مخامخو خبرو اترو په برخه کې مرسته وکړي.

ورځپاڼه وايي عمران خان د افغان سولې د بهير د ملاتړ په برخه کې د گډ مسووليت په توگه د پاکستان پر ژمنتيا ټينگار کړى.

د ورځپاڼې په وينا عمران خان ويلي چې د افغانانو په مشرۍ او څښتنتابه د سولې بهير د افغانستان د لسيزو جگړې ختمولو لپاره يوازينى غوراوى دى.

پاکستان

د عکس سرچینه، PM OFFICE

د عکس تشریح، ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وکتل

امريکايۍ برېښنايي خپرندويه بزنېس انسايدر د چين او افغانستان ترمنځ د گډې پولې په تړاو يو مطلب خپور کړى او وايي دا دواړه هېوادونه د نژدې گاونډيو په توگه سملاسي د پېژندو وړ نه دي.

خو دوى ٤٦ ميله اوږده پوله لري چې د پاکستان او تاجکستان ترمنځ تېره شوې د سيند له کچې پنځه زره متره لوړه ده او لاسرسى هم نه ورته کېږي.

ليکوال وايي څو لسيزې دي چې افغانستان چين لپاره سر خوږى جوړ کړى خو بيا هم سره نژدي متحدين دي.

ورځپاڼه زیاتوي چين کې ترينگلتياوې چې د ايغور مسلمانو لږکيو د ځپلو لامل شوې د افغانستان او چين پر اړيکو يې اغېز نه دى کړى.

مطلب وايي چين له ١٣ نورو هېوادونو سره هم پولې لري خو له افغانستان سره يې ٤٦ ميله پوله تر ټولو کوچنۍ ده خو له دغې پولې چين ته اوښتل درې نيم ساعت وخت نيسي او دا تر ټولو اوږده موده ده.

د گارډين ورځپاڼې په انلاين برخه کې يوه ويډيو خپره شوې چې د يوه اپارتمان له دويم پوړه د يوې ماشومې د لوېدو شېبه انځوروي او لاندې يو لاروى يې نيسي او ژغوري يې. پيښه د ترکيې په استانبول ښار کې شوې.

دغه ځوان چې فوزي زبات نومېږي ورځپاڼې ته ويلي د پېښې ځاى ته يې نژدې کار کاوه او پر سړک روان و او دا ماشومه يې وليده چې له کړکۍ ځړېږي، نو نژدې لاړ او د ده له رسېدو سره هغه ولوېده او ده لاندې وړاندې له دې چې ماشومه پر ځمکې ولگېږي ويې نيوله.