ورځپاڼې: افغانستان او پاکستان باید خپلمنځي اړیکې ښې کړي

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
گلف نيوز ورځپاڼې پاکستان ته د ولسمشر غني د دوه ورځني سفر په تړاو ليکلي تمه ده چې دا سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترينگلتيا کمه کړي.
ورځپاڼه وايي دا پاکستان کې د عمران له واک ته رسېدو وروسته هغه هېواد ته د افغان ولسمشر لومړى سفر دى او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي څرگندونې راخيستې چې وايي د ښاغلي غني سفر به د دغو دوو گاونډيو په اړيکو کې يو نوى پړاو پيل کړي.
ورځپاڼه وايي دا د دواړو هېوادونو ډېره په گټه ده چې خپلمنځي اړيکي ښه کړي او پر يوۀ بل د نه باور فضا له منځه يوسي.
واشنگټن پوست ورځپاڼې پرون افغانستان کې د دوو امريکايي سرتېرو وژنې ته په اشاره ليکلي چې له دې سره سږکال په دغه هېواد کې د وژلو شويو امريکايي سرتېرو شمېر لسو ته ورسېد.
له ٢٠٠١ م کال راهيسې تر اوسه څه د پاسه ٢٤٠٠ امريکايي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي. ورځپاڼې پرونۍ پېښې ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپيو څرگندونې هم راخيستې چې دا يې غمجنه پېښه بللې او ويلي د ده په اند دا پېښه دا اړتيا په گوته کوي چې دوى بايد د سولې په خبرو اترو کې بريالي شي او د افغانستان جگړې ته چې له لسيزو روانه ده د پاى ټکى کېږدي.
کاناډايۍ ټرانتو اونټريو ورځپاڼې ليکلي چې د کاناډا او هالنډ ترمنځ داسې يوه آزمېښتي پروژه پيل شوې چې هېوادونو ته د پاسپورټ له فزيکي شتون پرته تگ راتگ شونې کوي.
ورځپاڼه وايي د دغو هېوادونو ترمنځ مساپر کولاى شي يوازې خپلو ډېجيتلي او بايومټريک مالوماتو سره سفر وکړي. د مساپرو د پېژندگلوي مالومات د پاسپورټ د چېپ پر ځاى د دوى پر گرځنده ټيليفونو ثبت او په رمز يا شفر بدلېږي.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
مساپر کولاى شي خپل شخصي مالومات د گمرک، هوايي کرښې او يا نورو چارواکو سره شريک کړي چې بايومټريک ټيکنالوژۍ يانې د گوتو د نښې پېژندنې يا د څېرې پېژندنې د وسيلې په مټ يې کره والى ثابت شي نو کولاى شي خپل منزل يا موخې ته رسېدو پورې پاسپورټ ونه کاروي.
د دې موخه مساپرو ته د سفرونو د هوسا کولو او په هوايي ډگرونو کې د مساپرو د پاسپورټ کتنې د بهير گړندي کېدل او پر پولو د پېژندگلوۍ د درغلۍ مخنيوى ښودل شوي.








