ولسمشر غني: د جګړې کیلي له پاکستان سره ده

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني پر پاکستان تور لګوي چې افغانستان کې جګړې ته لمن وهي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني محمد اشرف غني یو ځل بیا پر پاکستان تور لګولی چې په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته ژمن نه دی. نوموړي د چارشبنې پر ورځ کابل کې د ځوانانو ملي کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل، د سولې کیلي په کابل کې او د جګړې کیلي په پاکستان کې ده.

ولسمشر غني همدا راز پر نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان د سولې په برخه کې بیړه ونه کړي او دې برخه کې باید د ټولو افغانانو نظرونه وپوښتل شي. ښاغلي غني د غونډې ته وویل، تجربو ښودلې چې د سولې سم نیمایي تړونونه د بیړې له امله جګړه لا توده کړې ده.

شنونکي وایي، کابل ته د سولې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره همهاله داسې ښکاري چې افغان ولسمشر په قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ د شویو خبرو له پایلو ناخوښه دی.

کابل

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني چارشنبه کابل کې د ځوانانو ملي کنفرانس ته وینا کوله

که څه هم ښاغلي خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره خبرو کې هیڅ پریکړه نه ده شوې، خو ولسمشر غني د چارشبنې پر ورځ د لویې جرګې په خیمه کې راټولو شویو ځوانانو ته وویل، د سولې اصلي ادرس کابل دی او په دې برخه کې باید افغان حکومت او ولس ته مراجعه وشي.

ښاغلي غني وویل، که طالبان افغان حکومت ته مشروعیت نه ورکوي، نو په دې هم باید فکر وکړي چې دوی خپل مشروعیت له کوم ځای نه ترلاسه کړی دی.

نوموړی د طالبانو د مشروعیت خبره په داسې حال کې را پورته کوي چې همدا تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو مهم غړي او د سولې په روانو خبرو کې د طالب پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي یو کلپ خپور شو.

په دې کلپ کې نوموړی پر ولسمشر غني نیوکه کوي چې هېڅ ډول واک نه لري او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو یا وتلو پرېکړه نشي کولی.

ستانکزی
د عکس تشریح، شېر محمد عباس ستانکزی وایي، ولسمشر غني د امریکایي ځواکونو د وتلو یا پاتې کېدلو پرېکړه نشي کولی

له یوې اونۍ را په دې خوا د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل کې له افغان چارواکو، سیاستوالو او نورو ډلو ټپلو سره په خبرو بوخت دی.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، سوله قرباني غواړي خو نیوکه یې کړې چې "د طالبانو مخالف لوری " د سولې په برخه کې همغږي نه لري.

د طالب او امریکایي استازو له څو پرله پسې غونډو وروسته داسې اوازې راپورته شوې چې ګواکې طالبان د سولې لپاره د یوه لنډمهاله حکومت غوښتوونکي دي.

افغان ولسمشر بیا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ټینګار کوي او وایي، دې ټاکنو کې رایه ورکونه باید د بایومتریک سیستم له لارې وشي او پایلې یې هم ژر په ډاګه شي.

ښاغلي غني ویلي، په ټاکنیزو کمیسیونونو له لاسه وتلی باور هم باید په دغو کمیسیونونو کې د اصلاحاتو له لارې بیرته را ژوندی شي.