ورځپاڼې: طالبان او امریکایان د شنبې پر ورځ خپله اوومه ناسته پيلوي

د عکس سرچینه، Getty Images
خليج ټايمز ورځپاڼه وايي د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو اترو اووم پړاو راتلونکې شنبه په قطر کې پيلېږي. مطلب وايي دې پړاو کې به د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش او د ترهگرۍ ضد مبارزۍ تضمينونه وروستي شي.
د طالبانو وياند ورځپاڼې ته ويلي کله چې د ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شي خبرې اترې سملاسي دويم پړاو ته رسېږي. د زياته کړې چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهير بشپړېدو لپاره انتظار ته اړتيا نشته، خبرې اترې او د ځواکونو وتل هممهاله پر مخ تللى شي.
خو دۀ دا څرگنده کړې نه ده چې دويم پړاو نه يې موخه څه ده. وړاندې طالبانو ويلي و چې د افغان قضيې دوه اړخونه دي يو کورنى او بل بهرنى کله چې د قضيې بهرنى اړخ حل شي نو بيا به دوى کورني اړخ ته پام واړوي چې افغان حکومت سره خبرې کول دي.
ورځپاڼې هم دې ته اشاره کړې چې په خبرو اترو کې دوه نورې موضوعگانې له افغان حکومت سره خبرې اترې او اوربند هم شامل دي.
نيويارک ټايمز وايي د اپرېل پر شلمې نېټې کله چې داعش ډلې د افغانستان د مخابراتو پر وزارت بريد وکړ سرتېرو د پېښې په ځاى کې له داعش وسلوالو پاتې داسې يو کلاشينکوف وموند چې څه د پاسه شپېته کاله وړاندې په روسيه کې جوړ شوى و.
ورځپاڼه وايي د پېښې په ځاى کې له داعشيانو د دروازو الوزولو شلخي چاودېدونکي وسايل، لاسي بمونه، په کاغذي کڅوړو کې پېچلي مهمات، مات شوي گرځنده ټيليفونونه، له تيلو ډک د اوبو بوتلونه، پخلنځي کې کارېدونکې يوه چړه او لږ تر لږه درې وسلې پاتې وې.
ورځپاڼه وايي دا کلاشينکوف په ١٩٥٨ م کال کې په پخواني شوروي اتحاد کې له پياوړو فولادو په اژوېسک ميخانيکي انجنيرۍ فابريکه کې جوړ شوى چې د مسکو ختځ لور ته په ٧٠٠ ميلو کې پروت دى.
ورځپاڼه وايي د دغې وسلې له جوړېدو دوه کاله وړاندې نړۍ د دغه راز وسلې انځور ليدلى و. دا انځور د هنگري د يوه انقلابي شخصيت جورف تېبور فېجس و چې دغه راز وسله يې په لاس وه چې وروسته کلونو کې د بغاوتونو لپاره په غوره وسله بدله شوه.
دا د افغانستان په څېر هېواد کې چې بهرنيو ځواکونو له لسيزو راهيسې ورته خورا ډېرې اتوماتې وسلې ورلېږلي د بريدونو د مخنيوي سختوالي ته اشاره کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هندوستان ټايمز ورځپاڼې هند ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير راتلونکى سفر مهم بللى چې ټاکل شوې سبا تر سره شي. ورځپاڼه وايي ترهگري، افغانستان، سيمه، ايران او دوه اړخيز زياتېدونکې دفاعي اړيکې به د خبرو د اجنډا په سر کې وي.
ورځپاڼه دا هم وايي چې هند خليج کې د ترينگلتيا کمېدو ته ليوال دى.
ورځپاڼه وايي د دوه اړخيزو خبرو اترو اصلي پام پر ترهگرۍ ور ټول وي. هغه هم د دې زياتېدونکې اندېښنې په رڼا کې چې پاکستان د هغو ترهگرو د ځپلو لپاره کوټلي گامونه نه پورته کوي چې هند په نښه کوي او يا افغانستان بې ثباتوي.
يوۀ هندي چارواکي ورځپاڼې ته ويلي هند افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهير ملاتړ کوي.










