تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان ضد جګړه کې د هندي پوځي مشر پر ژوند فلم
د هند پخواني پوځي فیلډ مارشال سیم مانکشا له مړینې ۱۱ کاله وروسته د هغه پر ژوند د فلم جوړېدو اعلان په خواله رسنیو کې پراخ غبرګون پارولی.
مانکشا د هند د پوځ تر ټولو مهم مشر په توګه یادیږي.
هغه د هند او پاکستان ترمنځ د ۱۹۷۱ جګړه کې د هندي پوځ مشر و.
نوموړی لومړی هندي پوځي و چې فیلډ مارشال (ډګر مارشال) درجه یې ترلاسه کړه.
د مانکشا پر ژوند فلم د لومړي ځل لپاره د هغه د وقار په مناسب جوړیږي.
په فلم کې له فیلډ مارشال مانکشا سره د لوبغاړي ویکي کوشال بېساری ورته والی حیرانونکی دی.
ددې فلم جوړونکي میګنا ګلزار هندي خبري اژانس پي ټي ای ته ویلي چې دا فلم که څه هم د مانکشا له ژونده اغېزمن دی خو یو مخ هغه ډول نه دی.
دوی ویلي، دا فلم د یوه کس د ژوند او د هغه د پېر په اړه دی.
د بالیووډ سینما لوبغاړي وکي کوشال یو انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې د مانکشا په رول اداکاري کوي او دا ورته 'ویاړ' دی.
هغه ویلي دا ورته د 'عزت' خبره ده.
فیلډ مارشال سیم مانکشا څوک و؟
سیم مانکشا په ۱۹۱۴ کې زېږدلی و. د هغه مور او پلار د فارس و. د هغه پوځي مسلک د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د هند برتانوي پوځ لیکو کې پیل شو.
نژدې څلور لسیزو کې د پنځه لویو جګړو له لیدو وروسته په کال ۲۰۰۸ کې وفات شو. د ده د اتلولۍ له وجې دی سیم اتل په نوم هم یادېده.
په کال ۱۹۷۱ کې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې د ده د کارګردګۍ له وجې دی د دې جګړې اتل بلل کېده.
د فلم جوړونکي ویلي چې د سیم مانکشا نوم د هند په تاریخ کې د غوره پوځي په توګه درج شوی دی.