تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوډان زنداني شوی ولسمشر لومړی ځل عام محضر کې لیدل شوی
د سوډان مخکنی لېرې کړل شوی ولسمشر، عمر البشیر، د اداري فساد او د ناقانونه بهرنیو پیسو د درلودو په تړاو په رسمي توګه تورن شوی دی. هغه په همدې تړاو په تېره اپرېل میاشت کې له واکه له لرې کېدو راهیسې په لومړي ځل پرون په عام محضر کې ولیدل شو. په پام کې ده، چې محاکمه به یې راتلونکې اونۍ ته پیل شي.
د سوډان پرځول شوى ولسمشر عمر البشير چې دوديزې جامې يې پر تن او پگړۍ يې پر سر وه کلک په وسلو سمبال د گاډو په يوه کاروان کې لويې څارنوالۍ ته وروستل شو.
نوموړى د امنيتي ساتونکو په بدرگه په چټک گامونو د لوى څارنوال دفتر ته ننوت.
د لويې څارنوال دفتر د ننوتو پر مهال عمر البشير مسکى و او له ساتونکو سره يې خبرې کولې خو پر ځان د لگېدلو تورونو له اورېدلو وروسته په تريو تندي له دفتره را ووت.
پر ښاغلي بشير د فساد او د بهرنيو اسعارو د ناقانونه ساتلو تور پورې شوى. نوموړى همداراز تورن شوى چې د ده د واکمنۍ ضد څو مياشتنيو احتجاجونو کې د اعتراض کوونکو له وژل کېدو سره يې تړاو درلود.
د عمر البشير محاکمه به د واکمنې شورا لپاره يوه کليدي ازموينه وي چې د نوموړي د دېرش کلنې واکمنۍ پر مهال د ادعا شويو جرمونو په تړاو څومره جدي دريځ خپل کړى.
په همدې حال کې د پوځي واکمنې شورا مرستيال مشر محمد حمدان دگېلو د هغو پوځيانو د محاکمې ژمنه کړې چې په دې وروستيو کې يې حکومت ضد احتجاجيان مرگوني ځپلي.
نوموړي وويل چې دوى ټول به په دار وځړول شي. د سوډان پوځ وروسته له هغه له سخت نړيوال فشار سره مخ شو چې ددې هېواد امنيتي ځواکونو د روان مياشت په لومړيو کې پر حکومت ضد اعتراضونو ډزې وکړې او شا وخوا سل تنه يې ووژل. له همدې امله سوډان له افريقايي ټولنې هم و اېستل شو.