د بوینې مېوې یوه دانه په نژدې ۵۰ زره ډالره پلورل شوې

د عکس سرچینه، CHAIWAT SUBPRASOM/SOPA IMAGES/REX/SHUTTERSTOCK
تایلنډ کې د میوې یوه دانه د یو نیم ملیون باټ یا ۴۸ زره ډالرو بدل کې لیلام شوه. د دوریان په نامه دغه میوه په باراني سیمو کې موندل کېږي چې د خیریه چارو په یوه لیلام کې پلورل شوې.
د دغې میوې په اړه دوه ډوله نظرونه دي، یوه ډله خلک یې د میوې پاچا بولي او بله ډله یې بیا د نړۍ تر ټولو بدبویه میوه ګڼي. دا چې د مینه والو لپاره یې بیه باید څومره وي؟ د میوو یوه شتمن تایلنډي مینه وال یې د تېرې شنبې پر ورځ ښايي ځواب ویلي دي.
د اسیا په ځینې برخو کې د دغې ازغنې مېوې ډېر مینه وال شته، خو ډېره جنجالي هم ده، یا ورسره بې کچې مینه کېږي، د میوې پاچا بلل کېږي او یا 'دښمني ' ورسره کېږي او بندیزونه پرې لګېدلي دي.
د خورا سخت بوی له کبله یو شمېر هېوادونو کې دغه میوه په هوټلونو، رستورانونو، الوتکو او ان ښاري ټرانسپورت کې ممنوع بلل شوې.
د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، هغه دوریان چې د تېرې اونۍ پای کې لیلام شوی، یوه ورځ مخکې له یوې کروندې راوړل شوی و.
داسې حال کې چې د دغې میوې یوه خوندوره پخه دانه له پنځوسو تر سلو ډالرو پورې په اسانۍ موندل کېږي، د لیلام مسوولین وايي، د تېرې شنبې ورځې دوریان له پخوانیو ټولو پلورل شویو زیاته بیه موندلې ده.
د تېر کال نومبر کې له بنکاکه جکارتا تر پر لاره یوه الوتکه په موقت ډول ځکه کېنول شوه چې د کارګو برخه کې یې دوه ټنه دوریان بار کړي وو او مساپرو یې د بوی له کبله سخت احتجاج کاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه راز د اسټرالیا له یوه پوهنتونه ټول محصلین او استادان له دې کبله ایستل شوي وو، چې په ټولګیو کې ناڅاپه د دوریان ورستې میوې بوی لګېدلی و.
هلته شته کسانو ګومان کاوه، د کوم ګاز بوی دی چې د دوی ټولګیو ته ننوتلی.
دغه راز په چین کې بیا د سږ کال پیل کې یو سړی د نشه يي موادو استعمال یوه معاینه کې له دې کبله پاتې راغی چې دوریان خوندوره میوه یې پریمانه خوړلې وه.








