د میوو خوږه او رنګینه نړۍ: کوم هېواد کې کومه میوه ډېر مینه وال لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پخوا چې ګازي څښاک، چپس او ایسکریمونه نه وو چې معمولاً 'سنیکس' بلل کېږي، د وچو میوو مینه وال هم ډېر وو، خو مانا یې دا هم نه ده، چې اوس خلک وچې میوې نه خوښوي. د وچو میوو مینه وال اوس هم په نړۍ کې ډېر دي او په ځانګړې توګه د سخت ژمي لرونکو سیمو اوسېدونکي ځکه هم دغه میوې ډېرې خوښوي، چې د روغتیايي ګټو تر څنګ خوندورې دي او د نورو خوړو په څېر ژر نه خوسا کېږي، بلکې تر ډېره وخته پورې زېرمه کېدای شي. له همدې کبله د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې د وچو میوو لوی بازارونه لیدل کېږي، چې ځینې یې دلته وینو.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه تصویر کې د پاکستان لاهور د یوه بازار منظر وینو چې ځايي او بهرنۍ وچې مېوې پکې پلورل کېږي.
د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د وچو میوو یو دکان.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جارجیا پلازمېنې تبلیسي په یوه دکان کې د وچو میوو تر څنګ په سیمه کې چمتو شوي دودیز خواږه هم پلورل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند او پاکستان د وچو میوو تر منځ لوی توپیر نه لیدل کېږي. دلته هم چارمغز، کاجو، کوپرا، چوارې یا وچه خرما ډېر مینه وال لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران لرغوني ښار اصفهان په یوه دکان کې پستې، چارمغز او ځايي انځر وینو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یمن پلازمېنې صنعا کې د وچو میوو پلور دغه دکان ځکه له نورو ځانګړی دی، چې د وچو میوو تر څنګ چاکلیټونه هم پلوري.
د افغانستان یوه بازار کې د سنځلو، ممیزو، بادامو او نورو وچو میوو د پلور دکان په شاوخوا کې د مشتریانو ګڼه ګوڼه وینو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لویدیځې افریقا په مراکش کې د خرما دومره ډېر او اعلی ډولونه موندل کېږي، چې نړۍ کې یې ښایي کم ساری وموندل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سنګاپور کې د لمر ګلي تخم ډېر مینه وال لري او دغه بازار کې له ځانګړي تخفیف سره پلورل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تاجکستان دوشنبې ښار په یوه بازار کې د وچو میوو دکاندار او مشتریان.

د عکس سرچینه، Getty Images
د استانبول مصالحو بازار کې توتان، وچ رومیان او نورې ډول ډول وچې میوې یو ځای پلورل کېږي، چې خوشبويي یې د مشتریانو پام ځانته اړوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د عراق کردستان په یوه بازار کې د وچو میوو په دکان کې چارمغز یا غوزان، د لمر ګلي تخم او نورې وچې میوې.
ټول تصویرونه له ګیتي امیجز نه اخیستل شوي دي.









