د چاکلېټ ونې 'پنځه زره کلن تاریخ'

د عکس سرچینه، Getty Images
چاکلېټ له هغه ډېر اوږد تاریخ لري، چې فکر یې کېږي.
د بوټپوهنې یا ګیاه پيژندنې نوې نښې ښيي؛ د ککو ونه- چې له میوې یې چاکلیت جوړېږي- څه باندې پنځه زره کاله مخکې په امازون ځنګلونو کې کرل شوې ده.
او له میوې به یې د خوړو په پار ګټه اخیستل کېده.
لرغونو لوښو کې کیمیايي پاتې شونې ډاګیزوي چې د اوسني ایکوادور ځايي خلکو ککو د خوراک، درملو او څښاک په توکه کارول.
له دې مخکې داسې ګومان کېده چې ککو اول ځل ۳۵۰۰ کاله مخکې منځنۍ امریکا کې موندل شوی.
د کاناډا کې برېټیش کولمبیا پوهنتون کې د دې څېړنې یوه ګډونوال پوهاند مایکل بلیک د بي بي سي خبریال هلن بریګز ته ویلی:"مخکینۍ نښې په مکسیکو او منځنۍ امریکا کې موندل شوې وې "
د ککو ونې په اړه څو ټکي

د عکس سرچینه، Getty Images
- په طبیعي شکل مرطوبو او استوايي ځنګلونو کې شنې کېږي. اصلي سیمې یې مکسیکو، منځنۍ امریکا او د سویلي امریکا شمالي سیمې دي.
- میوه یې داسې دانې لري چې تر وچېدو وروسته د ککو پوډر ترې جوړوي.
- چاکلېټ د ککو له پوډرو او د ککو له کوچو یا غوړویو- چې دا غوړ هم له خمیره شویو دانو برابرېږي.
- د ککو حاصلات په درمل جوړولو او د پټوکي/ پستوکي ساتلو لپاره ګټه کارول کېږي.
- په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې د نړۍ په کچه درې میلونه او ۵۱۵ زره تنه ککو تولید شوي وو.
سرچینه: کیو ساینس

د عکس سرچینه، Francisco Valdez
څېړونکو د ایکوادور په لوړو کې له سانتا انا سیمې تر لاسه شوي سفالي لوښو له څېړنو دا موندلې چې له ۵۳۰۰ تر ۲۱۰۰ کلونو پخوا دغو سیمو کې ژوند کېده.
د دې لوښو څخه د ډي اېن اې څېړنې ښيي چې د ککو ونو اصلي ځای امازون ځنګلونه ړي.
د ککو ونه هم لومړي ځل همدې سیمو کې شنه شوې ده.
پوهاند بلیک وايي، دا څېړنه د دې ونې د زیږیدو د ځای ارزښت زیاتوي.
نیچر علمي مجله کې ددې څېړنې پایلې خپرې شوې دي.








