"تا زموږ پیسې وخوړې موږ ستا چاکلېټ خورو"

د عکس سرچینه، Getty Images
د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر کورونو کې ۲۸ میلیونه ډالر موندل شوي.
د مالیزیا پولیس وایي د پخواني لومړي وزیر نجیب رزاق په کورونو کې یې ۲۸،۶ میلیون امریکایي ډالر موندلي.
د پولیسو په وینا دا پیسې په بېلابېلو کورونو کې په بکسونو کې ځای پر ځای شوې وې.
د پولیسو لخوا چاپې وروسته له هغه پیل شوې چې په نوموړي له تاکنو وروسته د فساد تور پورې شو. په ده تور دی چې ۷۰۰ میلیون ډالر یې په بډه وهلي.
د نوموړي ګوند ویلي دغه پیسې چې پولیسو موندلې دا د ګوند د کمپاین پیسې وې، او هغه پیسې پکې شاملې وې چې خلکو د دغه ګوند د کمپاین لپاره ډالۍ کړې وې.

د عکس سرچینه، EPA
ګوند یې همدارنګه ویلي چې دوی به دغه نیول شوې پیسې بېرته ترلاسه کړي او په ټاکنو کې له ماتې وروسته به خپل ګوند بیا پر پښو ودروي.
تېره اوونۍ هم د نوموړي په کور چاپې ووهل شوې او سلګونه ګرانبیه توکي لکه بکسونه، ګاڼې او نور ترې ونیول شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
امر سنګ د سوداګریزو جرمونو د برخې پولیسو مشر وویل دغه پیسې د ښاغلي نجیب په کورونو کې نیول شویو ۳۵ بکسونو کې وې. په پاتې ۳۷ بکسونو بیا یوازې ګرانبیه ساعتونه او ګاڼې وې. نور بکسونه لا نه دي څېړل شوي.
د ښاغلي نجیب وکیل بیا د پولیسو له دغو چاپو ناخوښي څرګنده کړې وه.
د دوی ګیله دا وه چې پولیس چې د چاپو لپاره کورونه تللي وو نو خواړه او چاکلېټ یې خوړلي دي.
همدې خبرې پر انلاین یو کمپاین پیل کړ چې "تا زموږ پیسې وخوړې، موږ ستا چاکلېټ خورو".








