که اوږد عمر غواړئ، زیاته میوه او سابه وخورئ!

ډاکټران وایي د زیاتو سبو او میوو خوړل د انسان عمر زیاتوي

د عکس سرچینه، SPL

د عکس تشریح، ډاکټران وایي د زیاتو سبو او میوو خوړل د انسان عمر زیاتوي

په ورځ کې د اوو یا زیاتو خوراکونو د میوو او سبو خوړول ژوند اوږدوي.

ساینس پوهان وایي چې د میوو د خوړلو اوسنۍ کچه باید لوړه شي.

پلټنو موندلې چې د زیاتو سبو او میوو خوړل د انسانانو ژوند اوږدوي.

دا د هغو موندنو پایلې دي چې پر څه د پاسه ۶۵ زرو نارینه وو او ښځینه وو تر سره شوې دي.

پایلو موندلې چې هغه کسان چې د نورو په پرتله زیاته میوه او سابه خوري، د مرګ کچه یې ټېټه ده.

که چېرې په ورځ کې اووه ځلې میوه او سابه وخورئ نو د سرطان او زړه ناروغیو خطر مو را کمېږي.

خو د برتانیې حکومت ټینګار کوي چې هغه کچه سمه ده چې دوی ټاکلې او هغه په ورځ کې پنځه ځلې ده.

د حکومت په وینا ډېرو خلکو ته دا هم نه رسېږي.

کار پوهان وایي چې د سګرټ څکلو او زیاتو شراب څښلو په څېر نور شیان هم د مرګ سبب ګرځي خو دا هم نه ردوي چې سابه او میوه د مرګ له لرې ساتلو سره مرسته کوي.

د لندن کالج پوهنتون (University College London) څېړونکو د روغتیا ملي سروې کارولې چې هر کال له انګلنده خلک پوښتي.

د دوی روغتیا پالې د خلکو کورنو ته ورځي او له ناروغانو د دوی د ژوند د څرنګوالي په اړه معلومات را ټولوي.

د دې پوهنتون کار کوونکو په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۸م کال کې معلومات شنلي او د خلکو پرېز او د ژوند ډول ته یې کتلي دي.

دوی هغه خلک هم ارزولي چې له سرطان ، مغزي سکتې او زړه ناروغیو مړه شوي دي.

دوی موندلې چې په هغه کچه چې د سبو او میوو خوراک زیات شوی په همغه کچه دغه ناروغۍ کمې شوې دي.

دې څېړنې موندلې چې د مرګ کچه په لاندینیو حالاتو کې په دې ډول لوېدلې ده:

  • ۱۴٪ که په ورځ کې درې ځلې سابه یا میوه خوړلي وو
  • ۲۹٪ که له درې تر پنځو ځلو یې خوړلي وو
  • ۳۶٪ که له پنځو نه تر اوو ځلو یې خوړلي وو
  • ۴۲٪ که اووه ځله یا تر هغه لوړ

تازه سابه تر ټولو زیات اغېزمن دي او وروسته پسې سلاته او میوه راځي.

د میوو شربت ګټه نه لري خو کانسرو شوې میوه د مرګ خطر زیاتوي، د څېړونکو په ګومان، ښایي دلیل یې دا وي چې هغه د شکرې په شربت کې زېرمه شوي وي.

د دغې څېړنې مشر ډاکتر اوینلولا وایي: روښان پيغام دا دی چې هر څومره چې تاسو زیات سابه او میوه خورئ په همغه اندازه مو په هر عمر کې د مرګ د شونتیا کچه ټیټه ده.