تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دوبۍ کې ټرافیکي پېښې ۱۷ کسان وژلي دي
په دوبۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله شاوخوا ۱۷ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د محمد بن زاید په عمومي سړک یو بس ګاډی له ټرافیکي نښان سره جنګېدلی دی.
د دوبۍ پولیس وايي په دې ګاډي کې شاوخوا ۳۱ د بېلابېلو هېوادونو کسان سپاره وو.
هندي چارواکو ویلي د وژل شویو په ډله کې اته تنه یې هندي وګړي دي.
پولیس وايي، ددې بس له ۵۰ کلن چلوونکي نه چې برسېرن ټپي شوی، څېړنې روانې دي.
د دوبۍ پولیسو په خپل رسمي ټویټر د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي په ډاګه کړې ده.
د دوبۍ د پولیسو مشر عبدالله خلیفه الماري ویلي: "د موټر چلولو پروخت لږه تېروتنه بدې پایلې درلودای شي."
تر اوسه د پېښې د لامل او نورو جزیاتو په اړه رسمي چا څه نه دي ویلي.
سیمه ییزو رسنیو ویلي چې چلوونکي د ټرافیکي نښان نه خپل ګاډی بچ کړی او ورسره یې ټکر کړی دی.
دوبۍ کې د هند سفارت د وژل شویو نومونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې ددې هېواد اته وګړي په وژل شویو کې شامل دي او د ګڼو ټپیانو شویو هندیانو درملنه روانه ده.
ددې بس عماني کمپنۍ 'مواصلات' هم په ټویټر له قربانیانو سره خپله خواخوږي شریکه کړې او اعلان یې کړی چې د مسقط او دوبۍ ترمنځ ددې کمپنۍ د ګاډو تګ راتګ تر بیا اعلانه ځنډیدلی دی.